ایټالیا د ۲۰۱۰ کال د لوبو له دوامه محرومه شوه

د ۲۰۱۰ کال د جنوبي افریقا د فوټبال د اتلولیو په عجایبو کې یوه هم دا ده چې له فرانسې وروسته ایټالیا هم د لوبو په لومړي پړاو یعنې سرلوبو کې رخصت شوه .

 ایټالیا ،چې په ۲۰۰۶ کال په جرمني کې د فوتبال په نړیوال جام کې اتلولي ترلاسه کړې وه ،په روانو لوبو کې حتی ونه توانېده چې منځلوبو(کواټرفاینل) ته ورسېږي.

د ایټالیا ټیم وروستۍ لوبه د سلواکیا له کوچني هیواد سره د جنوبي افریقا په جهانسبرګ کې وه .په دې سیالۍ کې ایټالیا دې کوچني هیواد ته درې په دوه غاړه کښېښوده او بېرته یې خپل هیوادته مخه کړه.

 له دې سره په یووخت پاراګوای او نیوزیلنډ سره مخامخ شول چې د دواړو د مسابقې نتیجه بې ګوله مساوي وه.

 د دوی د مساوي کېدو په پایله کې پاراګوای په پنځو امتیازونو او سلواکیا په څلورو له ایف ګروپه د لومړي او دوهم ټیم په توګه له څوارلس نورولوبډلو سره یوځای شول چې منځلوبو ته بریالي شوي دي.

له بلې خوا د اسیا استازي ټیم جاپان ډنمارک ته درې(۳) پر یو ماته ورکړه چې دا هم د یوه اسیايي ټیم لپاره له تېرو اتلولیو سره بې ساری تفاوت ښيي .

په بله لوبه کې هالنډ کامرون ته دوه پریو ماته ورکړه .هالنډ دا ځل دېره شه لوبه کوی او د دېرو په ګومان بې ځایه به نه وي چې د اتلولۍ ادعا وکړي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: