ملايان او تعليم – لیکوال :ډاکترمبارک علي

په اسلا مي ټولنه كې ملايان د ښوونې او روزنې خادمان او متوليان وو. دوى ته جاګيرونه او مالي امكانات وركړه شول چې مدرسې جوړې كړي او ماشومانو ته درس وركړي . د ملايانو ډېر پام دې ته نه و چې ماشومانو او زلمكو ته د ژوند په سين كې د لامبو چل وروښيي بلكې ډېره توجه يې دې ته وه چې ديني عقايد خوندي پاتې شي. ځكه نو دوى په تعليم كې داسې مضمونونو ته مخه كړه چې عقيده ورسره پخېده او هغه مضامين يې له درسي نصابه وايستل چې شكونه او سوالونه پيدا كوي. په هندوستان كې د مسلمانانو د حكومت په ټول دور كې تعليمي ادارې د ديني علماوو تر كنټرول لاندې وې . دغو ادارو داسې شاګردان ونه روزل چې له تحولاتو سره اشنا وي. د ملايانو تعليمي پاليسي د شرقي هند د كمپنۍ له غلبې وروسته هم په خپل حال پاتې شوه او په ټولو هغو مضامينو يې بنديز ولګاوۀ چې منل شوي نظر ته يې خطر پېښولاى شو. فلسفه يو هغه مضمون و چې بنديز ورباندې ولګېد. د ديوبند مدرسې مدير مولانا راشد احمد ګنګوهي د مدرسې له درسي نصابه فلسفه وايستله او خپل طالبان يې د فلسفې له لوستلو په ټينګه منع كړل . كه څه هم ديوبند مدرسه د انګرېزانو له واكمنۍ وروسته تاسيس شوه، خو نويو حالاتو ته د پام كولو په ځاى ، مدرسې د ټولنې د پخواني وضعيت د ساتنې هڅه وكړه. موږ د مدرسې دغه هڅه د هغې په تعليمي پاليسي او درسي نظام كې وينو چې د درس نظاميه پيروي پكې شوې وه. درس نظاميه د اتلسمې پيړۍ درسي نصاب و چې عربي ژبه او ګرامر، منطق ، حديث ، رياضيات ، فقه ، تفسير او كلام پكې تدريس كېدل . همدا مضامين د ديوبند په درسي نصاب كې شامل شول او دا پوښتنه ونه شوه چې ايا نوې زمانه خو نوى نصاب نه غواړي ؟ د اسلام د تاريخ، د هندوستان د تاريخ، د ساينس يا جغرافيې زده كړې ته هيڅ اقدام ونه شو. مشيرالحق په خپل كتاب كې چې ( په معاصر هند كې مسلمانان ) نومېږي ، د ديوبند په درسي نصاب باندې د تبصرې په وخت ليكي چې په نوي ساينس باندې يې هيڅ ټينګار ونه كړ . انګليسي ژبه چې د هند په دويمه ژبه بدله شوې وه او دغه راز هندي يا اروپايي ژبې په نصاب كې شاملې نه شوې. د دنيا د تاريخ له مطالعې سره هم موافقه ونه شوه. ان د هند تاريخ په درسي نصاب كې نه و. جغرافيه او نور اجتماعي علوم بالكل تدريس نه شول. ټول درسي نصاب اسلامي علومو ته بېل و. طالب العلمان له نوې دنيا بېخي ناخبره وساتل شول او د نورو ملتونو په اړه پوهه ور زده نه شوه. په دې لاره باندې يوازې ديوبند روان نه وو بلكې ټولې ديني مدرسي لكه فرنګي محل او مظاهر العلوم همدا درسي پاليسي خپله كړې وه. نتيجه دا وه چې د مدرسو زده كوونكي د نوې دنيا له پېژندلو پرته فارغ التحصيله كېدل. دوى په فكري او ذهني لحاظ له منځنيو پېړيو سره تړلي وو. دوى ته مشكله وه چې په ټولنه كې دې پكار راشي. دوى چې يوازې ديني پوهه لرله په نوې اداره كې يې د كار ځاى نه و او د استعماري دوران د ټولنې جوړښت ته ممكنه نه وه چې جذب يې كړي. ديني علماوو ته د كار لپاره يوازې مدرسې او جوماتونه پاتې شول . دوى په پرله پسې ډول نوې مدرسې او نوي جوماتونه جوړ كړل ، ځكه چې دا دوه ساحې يې د كار او ګوزارې يوازيني ځايونه وو. خو څرنګه چې د مدرسو او جوماتونو كار د خلكو په چنده ولاړ و، نو د ملايانو او مدرسانو لاس تنګ وو. مالي تنګسې او اقتصادي بېوسي په دوى كې د محروميت احساس پيدا كړ. په نتيجه كې ملايان له هر عصري شي او هغه څه سره مخالف شول چې د دوى لاس نه وررسېدۀ. نو ، د ملايانو لويديځ مخالف دريځ ، د مسلمانې ټولنه مخه ونيوله چې نوي نظريات خپل كړي او عملي استفاده ورنه وكړي. دې شي مسلمانه ټولنه دوګماتيكه، زوړپاله او وروسته پاتې كړه.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: