په بنګله دېش كې د انسان او هاتي كشمكش

وحشي فيل د پاول چامبو ګونګ له مېړۀ څخه خرطوم راتاو كړ، را څملاوۀ يې ، تر لغتو لا ندې يې واچاوۀ او د ځنګلۀ منځ ته يې ورسره كش كړ. پاول وايي چې موږ وروسته بيا د ځنګله په منځ كې د هغه مړى وموند. دا وايي ، دغه فيل دومره غټه بلا وه چې له له وېرې ورنژدې كېداى نه  شو ى. 

د بنګله دېش په شمال كې له هند سره په ګډه پوله پرته ولسوالۍ شيرپور كې د ځنګلونو حشي فيل  د څلوېښت كلنې پاول مېړۀ څلور كاله پخوا ( په ۲۰۰۶ كال كې ) وواژۀ. دى د پنځو ماشومانو پلار و او د اندهارو پورا كلي په كر وندو كې يې  كار كا وه.

 

  دا يوازې د پاول مېړۀ نه دى چې وحشي فيلانو وژلى دى.  وحشي فيلان د خپلې استوګنې په ځنګلونو كې چې كليوالو تر څه حده په كروندو بدل كړي دي ، هر كال يو شمېر كسان وژني. په بنګله دېش كې د وحشي فيلانو د څر په سيمه كې د تلفاتو په اړه يوازې د يو كال احصاييه موجوده ده. دغه احصاييه چې له نهه كاله پخوا وخت سره تعلق لري، وايي چې د دوه زره او دوه زره دوه تر منځ يو كلنه موده كې وحشي فيلانو نهه دېرش كسه كليوال ووژل او كليوالو هم په نوموړې موده كې اووه فيلان وژلي وو.

 

  په بنګله دېش كې اوس يوازې دوه سوه اووه ويشت وحشي فيلان پاتې دي خو دغو لږ شمېر فيلانو ته هم ژوند ورځ په ورځ سخته كېږي ، ځكه بنګله دېشي كليوال د دوى د څر سيمې د شولو په كروندو بدلوي او د ميوې باغونه پكې جوړوي. فيلان چې وږي شي، شپې مالې له ځنګله څخه د كليوالو كروندو ا و باغونو ته ورځي. كليوال د فيلانو د شړلو لپاره ډولونه وهي، مشالونه بلوي او پټاكۍ چاودوي  چې فيلان ووېرېږي او وتښتي.

 

 خو فيلان وار په وار زړۀ ور شوي دي . د بنګله دېش يو كليوال فرانس پرس اژ انس ته ويلي دي چې : دۀ پخپله يو هاتي وليد چې د سړي په لاس كې نيولى بل مشال يې په خرطوم كې ونيو او يو كور ته يې واچاوۀ چې هغه كور ورسره اور واخيست.

 

  په بنګله دېش كې د وحشي ژويو د ادارې مشر پروفيسر انورالسلام وايي چې : فيل ډېر هوښيار حيوان دى . دى د انسان په چلونو ژر پوهېږي او د مقابلې نوي لارې پيدا كوي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: