د ناروې دفاع وزیره د خپلو ۴ وژل شویو پوځیانو د وړلو لپاره افغانستان ته راځي

د ناروې دفاع وزیرې ګریتې فریمو نن وویل چې دا به په خپله افغانستان ته لاړه شي چې په دغه هیواد کې څلور تنه وژل شوي نارویژي سرتېري خپل هیواد ته راوړي. پرون څلور نارویژي پوځیان په فاریاب ولایت کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې ووژل شول.

مېرمن فریمو نن په اوسلو کې خبریالانو ته وویل چې ژر به افغانستان ته لاړه شي او په خپله به د نارویژي عسکرو تابوتونه راوړي.

د ناروې صدراعظم ینس ستوتینبرګ وویل چې دی د خپلوځواکونو پر وژل کېدو سخت خوابدی شوی او دا حمله په افغانستان کې د ناټوترمشرۍ لاندې ماموریت کې د نارویژي ځواکونو د ګډون د خطربې رحمانه بېلګه ده.

ده همداراز وویل چې که موږ هرڅه چې پر وس مو پوره دي ، وکړوڅود خپلو ځواکونو سر وساتو، بیا هم څوک دا نه شي یقیني کولی چې دا ډول پېښې به بیا نه تکرارېږي.

 ناروېژي رسنیو د خپلواکو سرچینو له قوله راپور ورکړی، داعسکر هغه مهال ووژل شول چې کاروان یې د سړک د غاړي پر یوه بم برابر شو .

روان میلادي کال چې دا دی  لومړی شپږ میاشتې یې په ختمیدو دي، په افغانستان کې څه باندي درې سوه لس بهرني عسکر وژل شوي دي.تیر کال د ټول کال په ترڅ کې پنځه سوه شل بهرني عسکر په افغانستان وژل شوي وو.

له دوه زره لومړي کال راهیسي چې د طالبانو رژیم له منځه تللی سږ کال جون میاشت د بهرنیو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ وه. په دې میاشت کې تراوسه پورې ۹۸ نړیوال ځواکونه وژل شوي دي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: