په کندهار کې یوه ۶۰ کلنه ښځه وژل شوې

د كندهار د امنیې قومندانۍ مرستيال محمد شاه فاروقي وايي، چې تېره شپه د دې ولايت په حاجي عرب سيمه كې يوه ۶۰ كلنه ښځه نامالومو وسلوالو وژلې ده.

نوموړي وويل، چې د دې ښځي زوى هم ژوبل شوى او كېداى شي، چې كومه شخصي دښمني ولري.

دغه راز د زابل ولايت د شاجوۍ ولسوال عبدالقيوم وايي، چې تېره شپه د افغان او بهرنيو ځواكونو په ګډو عملياتو كې يو وسلوال طالب وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي دي.

د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا ادعا كړې، چې دوى په دغه جګړه كې ګڼ بهرنيان وژلي او د دوى يو ملګرى ژوبل شوى.

خو چارواكو دا ادعا نه ده منلې.

ازادی رادیو

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: