کندهار کې ناکرارۍ

په کندهار کي تيره ورځ اوتيره شپه په جلا جلا پېښه کې څلورتنه وژل شوي دي.
دکندهار دامنيت امر فضل احمد شيزاد وايي لومړۍ پيښه سهار دښار په لسمه حوزه کي هغه وخت وشوه کله چي دوو تنو پر يوه راډيو جوړوونکي ډزې وکړې او ويې واژه.

تر دي وروسته دڅلور بجو په شاوخوا کي يوه بل وسله وال د ښار په زړه د کابل دروازي په سيمه کي پر يوه موټر چلونکي ډزي وکړي او ویې واژه .

د امنيت امر وايي چي پوليسو ترپيښي ورورسته وژونکى له وسلې سره يوځاى نيولي دي.

وروسته شاو خوا شپږ بجي په يوه بل بريد کي يوه بل وسلوال يو ښوونکی په ډزو وواژه.

دغه راز تيره شپه دښار په ١٦ حوزه کي د بهرنيو ځواکونو د اکملاتي کاروان يو موټر چلونکی هم د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو.

د کندهار امنيتي چارواکي وايي چې بریدکوونکی د پيښي له ځايه تښتيدلی دی. د پيښي مسووليت تر اوسه کومي ډلي په غاړه نه دي اخستی.

سرچینه: ازادي راډیو

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: