عربي سرچینې ادعا کوي چې بن لادن په توره بوړه کې وژل شوی

د سعودي عربستان الوطن ورځپاڼې راپور وکړ چې افغان سرچینې وايي چې اسامه بن لادن د ۲۰۰۷ کال د دسمبر په وروستیو کې د افغانستان په ختیځ کې وژل شوی دی.

الوطن د نامالومو افغان مقاماتو له قوله ویلي چې بن لادن له خپلو یوشمېر ملګروسره له ۲۰۰۴ څخه د ۲۰۰۷ تر وروستیو پورې د تورې بوړې په غرونو کې اوسېده او د امریکايي ځواکونو په بمبارۍ کې وژل شوی دی.

دې سرچینو همداراز ویلي چې امریکا د بن لادن له وژل کېدو خبره ده .

د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د امریکا د استخباراتو ريیس لیون پانیتا ویلي وو چې امریکایان له څو کلونو راهیسي په دې باب سم مالومات نه لري چې بن لادن چېري دی خو باور لري چې نوموړی په پاکستان کې دی.

له بلې خوا شرق الاوسط ورځپاڼې هم د امریکا د استخباراتي چارواکو له خولې لیکلي چې د بن لادن د مړینې په باب زیاتې نښې لیدل کېږي.

تردې مخکې عربي سرچینو راپور ورکړی وو چې بن لادن مشهد ته نژدې د ایران د سبزوار په غرونو کې پټ دی .

د امریکا د سي آی اې او فدرالي تحقیقاتي ادارې(ایف بي آی) دوو جګپوړو مامورینو هم د بن لادن د څرک نه لګېدو ته په اشارې وویل چې ډېرې نښې نښانې ښيی چې نوموړی ممکن وژل شوی وي.

دغو دوو چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي ، د لومړي ځل لپاره وویل چې د بن لادن یوشمېرشخصي ساتونکي نیول شوي دي چې اوس په ګوانتنامو کې دي او پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.

د سي آی اې یوه مسول چارواکي هم دې ته په اشارې سره چې ډېر وخت کېږي چې د بن لادن له لوري کومه فتوا نه ده خپره شوې، وویل : د بن لادن له لوري د پخوا په شان هیڅ ویډیويي یا ادیو کسټ نه دی خپور شوی چې وښيي دی لا ژوندی دی.

خو له دې ټولو ادعاوو سره سره د بن لادن یوه ویاند ویلي چې د القاعده مشر ژوندی دی او ژر به ځان وښيي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: