روسیه؛ په افغانستان کې ۱۳ زره ټنه مخدر مواد زېرمه شوي

د روسیې له مخدرو موادو سره د مبارزې د ادارې فدرالي مشرویکتورایوانوف د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل :«اساساً په افغانستان کې د کوکنارو د کر په ساحه کې هیڅ کموالی نه دی راغلی.او پر دې سربېره به د ملګروملتود راپورونو له مخې د کوکنارو د کښت ساحه کمه نه شي.»

روسیې، چې تل يې د افغانستان د مخدرو موادو له درکه اندېښنه څرګنده کړې ، پرون وویل چې سږکال به په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ساحه کمه نه شي او که کمه هم شي ، په دې هیواد کې دومره مخدر مواد زېرمه شوي چې تر ډېرو کلونو پورې د مافیايي ډلو د قاچاق لپاره کافي دي.

د روسیې له مخدرو موادو سره د مبارزې د ادارې فدرالي مشرویکتورایوانوف د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل :«اساساً په افغانستان کې د کوکنارو د کر په ساحه کې هیڅ کموالی نه دی راغلی.او پر دې سربېره به د ملګروملتود راپورونو له مخې د کوکنارو د کښت ساحه کمه نه شي.»

ایوانوف دا خبرې په تاجکستان کې د ډله ییزامنیتي تړون د غړیو هیوادونود مخدرو موادو ضد چارواکو د هماهنګۍ په اتمه غونډه کې وکړې.

د روسیې له مخدرو موادو سره د مبارزې د ادارې فدرالي مشرویکتورایوانوف وویل :«افغانستان په زیاته پیمانه د تریاکو زېرمه لري .زموږ د مالوماتو له مخې ،چې د ملګروملتو له راپورونو سره سر خور ،حاضردمه په دې هیواد کې دیارلس زره ټنه تریاک زخیره شوي دي.»

ده همداراز وویل :«دا مخدر مواد مافیا د دې لپاره زېرمه کړي چې خپل کار ته په هغه صورت کې هم دوام ورکړای شي چې فصلونه افت ووهي یا بل ډول ستونزه پېښه شي.»

ده دا هم وویل چې افغانستان په نړۍ کې تر ټولو زیات تریاک او هیروین تولیدوي او په وروستیو کې د چرسو د تولید له نظره هم تر مراکش وړاندې تللی دی .

له هر کیلو تریاکو سل ګرامه هیروین جوړېدای شي.د افغانستان مخدر مواد د منځنۍ اسیا د هیوادونو له لارې روسیې ته رسېږي او د راپورونو له مخې هرکال دېرش زره روسان د دغو مخدرو موادو په استعمال مړه کېږي.

روسي چارواکي په دې باب څه نه وايي چې د کال څومره روسان په ودکا مړه کېږي او څومره نور د ځیګر په سرطان اخته کېږي.

سره له دې چې روسان او لوېدیځوال د شرابو، په تېره بیا د قوي الکولي مشروباتوزیانونه مني خوپه دې استدلال چې د الکولو تولید د ګڼ شمېرخلکو او کمپنیوکاروبار خرابوي د هغو د مخنیوي هڅه نه کوي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: