لغمان : د جرګو لپاره د دوه سوه او شپیته زره ډالرو په ارزښت یو تلار جوړیږی

د لغمان په ولایت کې د دوه سوه شپیته زره امریکایې ډالرو په ارزښت د قومي سپین ږیرو د غونډو اوجرګو لپاره د یو تالار د جوړولو چاری پیل شوی . د لغمان ولایت د والی ویاند ګل رحمان همدرد رسنیو ته وویل دغه تالارد لغمان ولایت د سلطان غازی بابا په پروژه کې جوړیږی چې د جوړولو چاری به یې شاوخوا اته میاشتی وخت ونیسی . د هغه په خبره چې د پروژی لګښت ورته د افغانستان د مخدره موادو پرضد د مبارزی وزارت ورکړی . ښاغلی همدرد دا هم وویل چې ددغه ودانۍ د جوړولو چاری نن د لغمان د والی حمد اقبال عزیزی لخوا د بنسټ د ډبرې په کیښودلو پیل شوی . نومړی وایې دغه تالار د زر متره مربع ځمکې په ساحه کې جوړیږی چې ددغه ولایت د قومې سپین ږیرو د جرګو لپاره به ډیر ګټور ثابت شی . د لغمان ولایت ویاند دا هم وویل چې د لغمان ولایتی اداره پلان لری چې د سلطان غازی بابا پروژی ته ټولی دولتي ودانۍ انتقال کړی او دغه د یو ښه ښارګوټې په نقشه هم کار روان دی چې په نږدې راتلونکی کې به یې کارونه شروع شی . د سلطان غازی بابا دښته د لغممان د مرکز مهترلام سره نږدې پرته دښته ده او که چیری د لغمان د ولایتی اداری دغه پلان چې دغلته به ښارګوټی جوړوی کامیاب شی نو د لغمان ولایت به هم د یو شمیر نورو پرمخ تللو ولایتونو په کتار کې راشی

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: