د مشرانو جرګې او د امن جرګې استازو په کونړ کې د برېښنا په هکله له والي سره خبرې وکړې

ه مشرانو جرګه کې دکونړ دخلکو استازي استاد رفيع الله حيدري دامن جرګې مشر مولوي محمد هاشم منيب اودپي ار ټي مسول دکونړ والي سره داسعداباد دبريښناپه سرخبرې وکړې
په کتنه کې دامن دجرګې مشر مولوي محمدهاشم منيب ،استادرفيع الله حيدري دښاريانو ستونزې دکونړ والي مخې ته کړې اوووې ويل په دې توده هواکې داسعداباد اوسيدونکي دبريښنادنشتوالي سره مخ دي بايد دولت ورته پاملرنه وکړي
دکونړ ددوي غوښتنې په غور سره واوريدې اودبريښنارياست چارواکي يې راوغوښتل اودنده يې ورکړه چې داسعداباد ښارټولو کورنيو ته په مساوي توګه بريښناورکړي ترڅو دخلکو ستونزې اوارې شي ښاغلي وحيدي وويل لوى جنراتور هم فعال کړى اومصارف به يې دولايت مقام په غاړه وي ترڅو ولسي وګړي په ارامه ژوند وکړي دبريښناريس ايجينر عبدالله سينه وډبوله چې سر له ننه به په دې برخه کې جدي اقدام وکړي اودبريښنادنشت والي ستونزې به له منځه يوسي

د يو بل خبر له مخې دکونړ دمرکزي دارالعلوم اوسيدجمالدين افغان پوهنتون مسولين وايي چې دسيند په ډيريدو سره ددغه عملي مرکزونو ودانۍ داوبودلاندې کولو له ګواښ سره مخ ده خوبل لورته چارواکي بياوايي چې دوي داستنادي ديوالونو دجوړيدو په هڅه کې دي چې په وينايې دغه ودانى داوبو وړلو له ګواښ څخه وژغوري

دمرکزي دارالعلوم ريس مولوي سيدولي الله کونړ ملي راډيو تلويزون چې دلوى سيند اوبه ډيرې شوي اوپه وينايي که غاړو ته يې داستنادي ديوالونو غمه ونه خوړل شي ويره ده چې ودانى به اوبه لاندې کړي

دهمدغه مرکز په ودانى کې دسيدجمالدين افغان پوهنتون لسګونه زده کوونکي هم پرزده کړو بوخت چې مسولين يې انديښمن دي که داوبو داوښتو مخه ډب نه شي ودانى به دوړلو له ګواښ سره مخ شي

دولايتي شورا غړي نصرالله ساپي کونړ ملي راډيو تلويزون ته وويل چې دوي ددولتي اونادولتي مرستندويه ادارو څخه غوښتنه کوي چې دمرکزي دارلعلوم دودانى دساتلو په موخه دې سم له واره کوټلي ګامونه واخلي

خوبل لورته دکونړ والي سيدفضل الله وحيدي کونړ ملي راډيو تلويزون ته په يوې ځانګړې مرکه کې وويل چې دوي ددغې ستونزې دهوارى په موخه جدي هڅې پيل کړي چې په وينايې ډير ژر به داستنادي ديوالونو په جوړيدو سره دمرکزي دارلعلوم ودانى داوبو دلاندې کولو له ګواښ څخه وژغورل شي
مسيح الله عصام

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: