‘افغانستان کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې

‘ په افغانستان کې د بشري حقونو د څارنې او رپوټ ورکولو په نامه سازمان په يوه تازه رپوټ کې ويلي چې د روان ۲۰۱۰ کال له پيله تر اوسه هره ورځ په نښتو کې ۶ ولسي وګړي وژل کېږي، ۸ ټپيان کېږي چې په لومړیو شپږو میاشتو کې ١٠٧۴ ولسي وګړي وژل شوي دي. په افغانستان کې د بشري حقونو د څارنې او رپوټ ورکولو په نامه سازمان په يوه تازه رپوټ کې ويلي چې د روان ۲۰۲۰ کال له پيله تر اوسه هره ورځ په نښتو کې ۶ ولسي وګړي وژل کېږي، ۸ ټپيان کېږي چې په لومړیو شپږو میاشتو کې ١٠٧۴ ولسي وګړي وژل شوي دي. دغه رپوټ چې په کابل کې د بشري حقونو د څارنې او رپوټ ورکولو په نامه (ارم) د یوه سازمان له لوري تازه خپور شوی، وايي چې د روان کال له پيله تر اوسه په تېرو شپږو میاشتو کې تر ۱۵۰۰ ډېر ولسي وګړي په وسله والو نښتو کې ټپيان شوي. رپوټ کاږي چې په نښتو کې په سلو کې تر ۶۰ ډېر ولسي وګړي د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري وژل کېږي. په رپوټ کې ښکېلې وسله والې ډلې د ولسي وګړو ژوند ته په نه پاملرنې تورنې شوې دي. د ياد شوي سازمان رپوټ زياتوي چې يوازې په تېرو شپږو میاشتو کې ځانمرګو بريدونو ۱۲۷ ولسي وګړي وژلي. فراه ولایت کې تېرکال د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې بوره مور د خپل وژل شوي زوی عکس ته ژاړي. رپوټ وايي چې نړيوال ځواکونه هم په خپلو عملیاتو کې د ولسي وګړو ژوند ته پام نه کوي. رپوټ زياتوي چې د روان کال له پيله تر اوسه د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې شاوخوا ۲۱۰ ولسي وګړي وژل شوي دي. ددغه خپاره شوي رپوټ پر بنسټ، لږترلږه ۱۰۸ تنه د افغان پوليسو، ملي اردو او ملېشو لخوا وژل شوي. په رپوټ کې پر خصوصي امنيتي کمپنیو او جنایتکارانو هم تور لګول شوی، چې تر ۴۰ ډېر ولسي وګړي يې وژلي دي. د رپوټ چمتو کوونکو ويلي په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د نوي قوماندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس په ټاکل کېدا سره نه يوازې وسله وال کمزوري کېږي نه، بلکې ګاونډي هېوادونه له موقعې په استفادې سره وسله وال هڅوي چې خپل بریدونه ګړنډي کړي. په رپوټ کې نېغ په نېغه پاکستان او ایران ته د تور ګوته نیول شوې، چې د وسله والو ملاتړ کوي. د ذبيح الله مجاهد په نوم د وسله والو طالبانو يو وياند وايي دوى د ملکيانو ژوند ته کلک پام کوي. د بشري حقونو د څار او رپوټ ورکولو ادارې ارزونې ښيي چې ٢١٠ تنه ملکيا ن د بهرنيو ځواکونو په بريدونو کې وژل شوي، چې د تېر کال لومړيو شپږو مياشتو په پرتله يې کم بللى. لامل يې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو يو وياند جوزف بلاټز د متحدو ايالتونو د نوي ستراتيژي عملي کېدل بولي: ‘مو يو نيواکګر ځواک نه یو’ ”په دې وروستيو کې د ولسي وگړو په مرگ ژوبله کې پام وړ لږوالى راغلى دى، چې يو لامل يې د ترهگرۍ په وړاندې نوې تگلاره ده هغه تگلاره چې جنرال ډيويډ پيټرېياس او جنرال مکرېسټل جوړه کړې ده، موږ ددې تگلارې په اړه د پخوا په پرتله له ډېر نژدې نه له افغان ځواکونو او حکومت سره کار کوو، موږ يو نيواکگر ځواک نه ي و او د افغانستان د خلکو د ساتنې،ملاتړ او مرستې لپاره راغلي يو، موږ د ولسي وگړو وژنه يوه وحشيانه چاره بولو.” د ‘اې ام ار’ ادارې رپوټ په څلورو برخو کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو ارزونه کړې چې د وسله والو مخالفينو او بهرنيو ځواکونو سربېره يې د افغاني ځواکونو او شخصي امنيتي کمپنيو او جنايتکارانو لخوا د ملکيانو د وژل کېدو شمېرې ورکړې دي. سره له دې چې د ملکيانو د وژل کېدو کچه نسبتاً د تېر کال د لومړيو په پرتله ډېره شوې، خو اې ار ام ادارې د خپل رپوټ په پاى کې په جلا جلا توگه افغان حکومت، ناټو ځواکونو، وسله والو مخالفينو، د ايران، پاکستان او افغانستان حکومتونو ته وړانديزونه کړي دي چې د خلکو اړتياوو ته پر ځواب ورکولو يې ټينگار کړى. رپوټ له پاکستانه وسله والو ته د پناه د نه ورکولو ، ايران ته يې د ځينو قومي او مذهبي ډلو او ياغيانو له ملاتړه د لاس اخيستو او هندوستان ته د پاکستان پر ضد افغان خاورې د نه کارولو سپارښتنې کړې دي. ۲۰۰۹ او ۲۰۰۸ تېر کال د ملګرو ملتونو په يوه رپوټ کې راغلي ول، چې ۲۰۰۹ کال تر ۲۰۰۸ ډېر خونړی و، داسې چې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې ۱۴ سلنه ډېروالی راغلی و. ملګرو ملتونو ويلي وو چې يوازې په ۲۰۰۹ کال کې 2412 ولسي وګړي وژل شوي، چې دا شمېره په ۲۰۰۸ کال کې 2118 وه.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: