کندهار: نامعلومو وسله والو يو تن په ډزو وواژه

د کندهار ښار په زړه لومړۍ ناحيه کي يو تن د نامعلومو وسله والو کسانو له لوري په ډزو ووژل سو، نوموړى کس حيات الله آغا نومېده او مخکي يې د کندهار د پنجوايي ولسوالي د معارف د مدير په حيث دنده لرله. د پيښي يو تن عيني شاهد غمي آغا د لراوبر سيميز همکار ته د ټليفون پر کرښه ويلي چي دى د خپل کور څخه د دوکان پر لور روان ؤ، چي دوو پر موټر سايکل سپرو کسانو چي مولونه يې وهلي ول پر يوه کس د اشرفيې مدرسې مخ ته ډزي وکړې او نوموړى يې وواژه. څه موده مخکي هم په ياده سيمه کي د نامعلومو وسلوالو کسانو له لوري د کندهار ښار د اطلاعاتو او کلتور رئېس ښاغلى عبدالمجيد بابى چي د خپل کور څخه د رياست پر لور روان ؤ په ډزو ووژل سو. د يادوني وړ ده چي تر اوسه په دې اړه کومي ډلي څه نه دي ويلي

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: