په هند کې د ډېر لګښت فلمونه سږ کال له ناکامۍ سره مخ شول

د هندوستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په نړۍ کې هر کال تر ټولو ډېر فلمونه جوړوي ، خو د روان عیسوي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د فلمونو دغه لویه انډیسټري بیا بیا له درنو مالي تاوانونو سره مخ کېږي .

 

په دې تاوانونو کې هغه فلمونه شامل دي چې تر ټولو زیات لګښت پرې شوې دی ، زیاتره له دې فلمونو چې ډېر لګښت پرې شوی دی  هسې چې ترې تمه وه نه چلیدل او د سینماګرانو په اصطلاخ فلاپ شول .

 

په دې کې یو شمیر داسې فلمونه هم و چې  فلمي کمپنیو ، فلمي لوبغاړو او  لیدونکیو ورته ډېرې هېلې په زړه کې پاللې وې . خو اوس داسې ښکاري چې د ډېرو دا هېلې نیلې شوې دي .

 

په دې ډله کې د راکش روشن (کایټس ) چې رتیک روشن په کې لوبیدلی او د مني رتنم (راون ) چې ایشوریا او ابیشک بچن په کې لوبیدلي په ډېر بده توګه ناکام  شوي دي .

 

په هندوستان کې په تېرو شپږو میاشتو کې له سلو زیات فلمونه نندارې ته وړاندې شوي دي خو که د باکس افس ریکارډ وکتل شي نو تر اوسه پورې یوازې  د پرکاش جها د (راج نیتي ) فلم تر نورو ښه بازار کړی دی ، او لا هم په سینماګانو کې چلېږي .

 

ویل کېږي چې په دې شپږو میاشتو کې  د  هند فلمي اندېسټرۍ ته د پنځه سوو کروړو تاون اوښتی دی .

 ېوازې د کایټس او د روان  فلمونو له کبله فلم جوړونکیو کمپنیو او فلم ویشونکیو ته سل کروړه تاوان اوښتی دی .

 

د هندي فلمونو یو نقاد وايي د (راج نیتي ) په نوم د فلم بریالیتوب  د فلم د کېسې پر سر نه دی ، ځکه دا کېسه په سیاسي کشمکشونو ولاړه ده او نوی نسله له سیاست سره علاقه نه لري ، د نوموړي په وینا ددې فلم بریا د په دې کې ده چې رنبیر کپور او کترینا کیف یې  په کې سره جوړه کړي چې د خلکو لپاره په زړه پورې جوړه ده .

 

ددې کال پیل له ناکامو فلمونو څخه وشو، سشمیتاسین ( بند ډبي مي پړي) فلم ناکام شو،  (( دولها مل ګیا) فلم د شارخان ګډون هم ونه ژغورلی شو ، د امیتابچن (تین پتي) او د شاهد کپور ددوه فلمونه ( چانس پې ډانس ) او (بدمعاش) هېڅ بازار ونه کړ.

د سلمان خان ( ویر) فلم  چې دده مینوالو ورته ډېر هېلې لرې  هم پر باکس افس کې ناکام شو.

 

د هندي فلمونو نقادان وايي د شاروخ خان ( زما نوم خان دی ) د ویدیا بالن(عشقیه) او د اجي دیوګن (ادیتي کب جاونګین) فلمونه که څه هم خلکو ډېر وستایل خو څومره چې ورته پکار وه هومره بازهر یې ونه شو کړای .

 

ویل کېږي چې اوس د لویو فلمونو له ناکامۍ وروسته فلم جوړونکیو کمپنیو پر راتلونکیو فلمونو لګښتونه کم کړي .

 

د فلمونو د ناکامۍ لویه وجه د فلمونو لپاره د کمزور کېسو غوره کول ښودل شوې دي

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: