یو شمیر کاندیان د نورو پر عکسونو د پاسه خپل عکسونه مښلوي

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون چارواکو نن په کابل کې خبریالانو ته وویل د یوشمیر کاندیانو څخه ورته شکایتونه رسیدلي دي چې د انتخاباتي مبارزو اصول نه مني او سرغړاوی ترې کوي .

 

د افغانستان د انتخاباتو د خپلوا کمیسون مشر فضل احمد معنوي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل تر اوسه د ۸۵ کاندیدانو  څه ورته د سرغړایو شکایتونه ورته رسیدلي دي .

 

د ښاغلي معنوي په وینا په دې کې ډېر شکایتونه له دې نه دي چې کاندیان د نورو عکسونه څېري او پر ځای یې خپل لګوي او ځینې یې له ناسمو انتخاباتي شعارونو کار اخلي .

 

د انتخاباتو د خپلوا کمیسون مشر همدارنګه زیاته کړه چې د کاندیدانو وروستی لیست یې هم اعلان کړی دی ، د نوموړي په وینا په ورستي لیس کې د کاندیدانو شمیر دوه زره او پنځه سوه او شپږ پنځوسو کسانو ته رسیږي .

 

نوموړی وویل دا شمیر له دې زیات و، خو یو شمیر کاندیدان له خپلې کاندیدۍ تېر شول ، ځینې یې د وسلوالو ډلو سره د تړوا په جرم دوی وویستل ، یو شمیر یې له دندو لاس په سر کیدو ته چمتو نه ول نو ځکه یې شمیر له پخوانی لیست کم شوی دی .

 

ویل کېږي چې د انتخباتو د رایې ورکونې پاڼې هم د چاپ لپاره دوبۍ ته استول شوي چې د دوو میلونو ډالرو په لګښت چاپېږي .

 

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي، چې د هېواد د وګړو د دقيقې احصايي د نشتوالي له كبله به د ولايتونو لپاره د ولسي جرګې د څوكيو ويشنه د ۱۳۸۴كال د انتخاباتو له مخې تر سره شي.

 

تمه كيږي، چې د ولسي جرګې انتخابات د روان كال د سنبلې يا وږي د مياشتې په ۲۷نېټه په ټول افغانستان كې ترسره شي.

 

د انتخاباتو د ترسره كېدو په ورځ د رايې وركولو د مركزونو د امنيت ټينګښت مساله د دې انتخاباتو پر وړاندې اساسي ستونزه بلل كيږي، چې تر اوسه هم د افغانستان خلك او د انتخاباتو خپلواك كميسيون يي په اړه اندېښنه لري.

 

خو د افغانستان امنيتي ځواكونه ډاډ څرګندونې چې امينتي ځواكونه به د انتخاباتو په ورځ ډاډ من امنيت ټينګ كړي او خلك به وكولاى شي په ډاډه زړه رايې وركړې.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: