د ايران په زاهدان کې د دوو چاودنو له امله 120 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د ايران د دولتي رسنيو د رپوټونو له مخې د پنجشبې په ماښام د ايران د زاهدان په ښار کې دوه چاودنې شوي ، چې له امله يې شل کسه وژل شوي او سل تنه هم ټپيان شوي دي . رپوټونو وايي ، چې د زاهدان جومات کې د حضرت امام حسين(ع) د زېږيدو ورځې په مناسبت په ياد شوي جومات کې مذهبي مراسم نيول شوي وو ، چې لومړۍ چاودنه جومات ته د ننوتو دروازې سره د شپې په نهه نيمو بجو وشوه . د رپوټونو له مخې خلکو له ويرې جومات ته ننوتل خو د څو دقيقو وروسته دوهمه چاودنه هم وشوه . په سيمه کې عيني شاهدان د مړو او ټپيانو شمېر تر دې هم زيات ښيي ، خو ياده شوې شمېره د سيمه ييزو چارواکو له خوا ورکړل شوې ده او وايي ، چې ځانمرګي بريدونه وو . د دې پېښې پړه د جندالله ډلې ، چې مشري يې عبدالمالک ريګي کوله او څو موده د مخه د ايران حکومت لخوا اعدام شو ، پر غاړه اخيستې ده . د ايران حکومت پر امريکا تور ولګاوه ، چې له ترهګرو او شريرو ډلې سره مرسته کوي ، تر څو په ايران کې ناآرامي رامنځته کړي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: