د پوهنې وزارت د برياوو څو خبرونه

د ۱۳۸۹ كال د چنګاښ شپږويشتمه د سمنګان په ولایت کې ښوونیز سمینار جوړ شو د سمنګان ولايت په ايبك ښار كې د معلولينو د چارو اړوند د سمنګان ولايت ښوونكو لپاره ښوونيز سمينار په لاره واچول شو، دا سمينار چې ۴ ورځې يې دوام وكړ د همدې ولسوالۍ د مديريت په تالار كې د نوموړي ولايت د روغتيا رياست او د پوهنې د رياست په همكارۍ په لاره اچول شوى ؤ. چې ورته سمينارونه به په راتلونكې د ښوونكو د علمي كچې د پياوړتيا په موخه برابر شي. د سرپل په ولایت کې د ښوونکو د ښارګوټي نقشه کشي وشوه د سرپل په ولايت كې د ښوونكو ښارګوټى نقشه كشي شو، نوموړى ښارګوټى چې د ۱۵۰ جرېبه ساحې په لرلو سره چې ۳۰۰۱ نومرو ځمكې په درلودلو سره چې تېر كال ۱۱۰۰ نومرې او ۲۴۴۲۹ نومرې به په روان كال كې د مراحلو په پوره كولو سره د د سرپل د ښوونځيو د ښوونكيو په واك كې وركړل شي. د بادغیس د ولایت د پوهنې له ریاست سره د یو جریب مرستې اعلان و شو د بادغيس ولايت د آبكمري ولسوالى يو تن اوسېدونكي سيد عبدالرحمن خپله يو جرېب ځمكه د يوې لمړنۍ ښوونځۍ د تعمير د جوړولو په خاطر ددې ولايت د پوهنې رياست په واك كې وركړه، د پوهنې رياست د نوموړي دا نېك اقدام وستايه او له نورو افغانانو وروڼو څخه يې وغوښتل څو د پدې ډول د پوهنې له بهير سره مرسته وكړي. د هرات ولایت د پوهنې له ریاست سره د تعلیمي وسایلو مرسته و شوه د هرات ولايت د پوهنې رياست سره د امريكا متحده ايالاتو پرمختيايي ادارې د ۷۵۴ عدد ميزونو او چوكيو مرسته وكړه، د يادولو وړ ده چې نوموړې چوكۍ به هغو ليسو ته وويشل شي چې د ميز او چوكيو د كمښت سره مخ دي. د ۱۳۸۹ كال د چنګاښ اوويشتمه د کندز په ولایت کې د یوې متوسطې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه د كندز ولايت دعلي آباد ولسوالۍ کې د شهيد سميع الله متوسطې نوې رغول شوې ودانۍ ګټې اخيستو ته وسپارل شوه. د دغې ودانۍ د پرانيستلو په غونډه كې د دغه ولايت د پوهنې مسؤلينو، د دولتي او غير دولتي ادارو استازو، ځايي مخورو او د دغه ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو برخه درلوده. غونډه د قران مجيد په څو مباركو آيتونو پيل شوه او ورپسې د كندز ولايت د پوهنې رئيس ګډونوالو ته په خپلو خبرو كې د سيمه ايزو اوسيدونكو، امنيتي مسؤلينو او پوليسو څخه له دې امله مننه وکړه چې له معارف څخه يې خپلې مرستې او همکارۍ نه دي سپمولي. دغه ودانۍ چې د پوهنې وزارت د پوهنې د کيفييت لوړولو د برخې لخوا د ۴۸ زرو دالرو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده او په يوه تحويلخانه سربيره شپږ درسي ، دوې اداري خونې، ۴ تشنابه ، يو حلقه دآبو ځښكلو ځاه لري چې په يوه وخت کې د ۳۰۰ تنو د ځايولو ګنجايش لري. د ننګرهار په ولایت کې د یوې لیسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ د وزير جهادي ليسې نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه، په هغه غونډه كې چې په همدې مورد جوړه شوې وه، د نوموړي ولايت د پوهنې رياست چارواكي، د ولايتي شورا غړي، د سيمې مخور، د نوموړې ښوونځۍ ښوونكي او زده كوونكي حاضر شتون درلود، نوموړى تعمير په پاخه او اساسي ډول د ۱۸۰۰۰۰ امريكايي ډالرو په لګښت د نوموړي ولايت د بيارغونې ټيم لخوا جوړ چې د ۱۶ درسي ټولګيو، ۴ اداري خونو، يوې كتابخانې، د ساتونكي كوټه، ۴ تشنابونو او يو د پاكو اوبو ژور څاه درلودونكى دى چې اوسمهال پكې د ۵۰۰۰ زده كوونكو په شااخوا كې زده كوونكې پكې په زده كړه بوخت دي. د بادغیس ولایت د پوهنې له ریاست سره د تعلیمي وسایلو مرسته و شوه د ورلد وېژن موسسې لخوا د بادغیس ولايت د مقر ولسوالۍ د پوهنې مديريت سره د یو شمېر اداري توکو مرسته وشوه. په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د نوموړي ولسوالۍ د پوهنې مديريت په تالار كې جوړه شوې وه د مقر ولسوالۍ پوهنې مدير د نوموړې موسسې له دې مرستې مننه وكړه او په دې برخه كې د نوموړې مؤسسې د لا زياتو همكاريو غوښتونكى شو. په توکو كې د زده كوونكو لپاره 39802 دانې کتابچي، ۳۱۹۲۶ دانې خود كاره قلمونه، ۲۱۱ ګدۍ سپين كاغذ، ۱۰۵۵ قعطي تباشير، ۱۵۷۲۵داني دپنسل قلمونه، ۱۵۷۲۵ دانې قلم تراش ،پنسل پاك او نور د ضرورت وړ شیان شامل دي چې د مهال وېش سره سم به د مقر ولسوالۍ د ښوونځيو زده كوونكو ته ووېشل شي. د يادونې وړ ده چې د بادغيس ولايت د مقر په ولسوالۍ په ۴۲ بابو ښوونځيو كې ۷۸۷۳ تنه زده كوونكي چې د تدريس چارې يې د ۲۱۱ تنو ښوونكو لخوا پر مخ بيول كيږي په زده كړو بوخت دي. په بلخ کې د یوې لیسې او یوې ښوونځۍ نوي تعمیرونه ګټې اخیستنې ته و سپارل شول د بلخ ولايت د شولدرې ولسوالۍ حلقه جر ښوونځۍ او د شولدرې نجونو ليسې نوي تعميرونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول دا په داسې حال ګټې اخيستنې ته سپارل كيږي چې د نوموړي ولايت د پوهنې رياست چارواكي، قومي مشران، د نوموړو ښوونځيو زده كوونكيو او ښوونكو حضور درلود. د دواړو ښوونځيو تعميرونه په پاخه او اساسي ډول د ۳۰۰ زرو امريكايي ډالرو په لګښت د سويډن د كمېټې لخوا جوړ چې هر يو يې د ۸ درسي ټولګيو، ۴ اداري كوټو، شپږ تشنابونو او پاكو اوبو څاګانو لرونكي دي. چې د نجونو په لېسه كې ۹۰۰ او په متوسطه كې ۶۰۰ تنه زده كوونكي په زده كړه بوخت دي. د کاپیسا په ولایت کې ۱۶ ورځني سمینار په کار پيل وکړ د كا پيسا ولایت دكليوالي ښوونځيو د ښوونكو لپاره د نوو كتابونو د پېژندلو ترعنوان لاندې ۱۶ ورځنۍ سمينار د كاپيسا ولايت د پوهنې رياست په تالار کې په لاره واچول شو. نوموړی ورکشاپ د یونسف موسسې په مالي ملاتړ او د پوهنې ریاست په همکارۍ ددې ولایت د مرکز او حصه اول او دوم كوهستان د ولسوالیو كليوالي ښوونځيو ۳۲ تنو ښوونكو ګدون كړى چې له مخې به یي د نوي مېتود په هكله پوهنیزه زده کړي ترلاسه کړي. دیادونې وړدی چې دى ته ورته ورکشاپونو پرانيستل به د ښوونکو د پوهې د لوړلو په کچه کې د نوي روزنی د اصولو له اړخه مثبتې اغیزي وشیندي . د پنجشیر د پوهنې له ریاست سره د تعلیمي وسایلو مرسته وشوه په پنجشېر ولايت كى مېشت ولايتى بيا رغاونې ټيم د پوهنې رياست سره د۷۱۰ جلده درسي، علمي او فرهنګي كتابونو مرسته وكړه. په هغه غونډه كې چې له همدې امله نن د پوهنې رياست د غونډو په تالار كې جوړه شوې وه د پوهنې رئيس د ولايتي بيا رغونې ټيم له دغې مرستې مننه وكړه او د پوهنې په برخه كي د نوموړي ټيم د لازياتو همكاريو غوښتونكى شو. په دغه كتابونو كى د پوهنې وزارت د تعليمى نصاب درسي كتابونه، د انګليسى ژبې ديكشنري، بېلا بېل دينى، علمى، تاريخى، فرهنګى او ټولنيز كتابونه شامل دي چې د مهال وېش سره سم به د پنجشېر ولايت مركز او ولسواليو د ښوونځيو كتابتونونو ته ووېشل شي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: