دميدان وردګوولايت دنرخ په ولسوالۍ كې جګړه روانه ده

له تيرې دوشنبې ورځې راهيسې دميدان وردګوولايت دنرخ ولسوالۍ اړوند ددادل ، توكرك اوڅنځايوپه سيمه كې ددولت ددوه وسله والومخالفوډلو ( حزب اسلامي اوطالبانو ) ترمنځ سخته جګړه روانه ده چې تراوسه پورې دشپږوتنومړوسربيره څوتنه ټپيان يې ترشاپريښي .
دغه جګړه چې دسيمې دواك پرسرپيل شوې ، دواړه خواوې هڅه كوي چې هغه بله وځپي چې تراوسه پكې طالبانوته دسردروند زيان اوښتی ، طالبانودوردګوله چك ولسوالۍ اوځينونوروسيموڅخه خپل پلويان راوستي ترڅودحزب اسلامي ډلې ته ماته وركړي .
دغه جګړه داسې مهال پيل شوې چې دنوموړوډلودرسمي وياندويانوپه ګډون تراوسه رسنيوپرې هيڅ ندي ويلي يواځې په كابل ښاركې دسپوږمۍ راديواوپه ميدان ښاركې سيمه ايزې اف ، ام راديو ورباندې ځينې راپورې خپاره كړېدي. دخپلواكورسنيوچارواكي كولای شي پدې اړه په سيمه كې له عاموخلكواوددغودوه ډلوله رسمي وياندويانو ( ذبيح الله مجاهد ، انجنرهارون زرغون ) څخه پدې اړه لازيات معلومات ترلاسه كړي ، بايد يادونه وشي چې ددغې جګړې له ويرې دسيمې ګڼې كورنۍ خوندي ځايونوته كډه شوي اوهغه پاتې نورې يې له ګڼوستونزوسره مخ دي .
ودان

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: