پولیسو د نشه یي توکو د قاچاق وړونکو ۱۱۵ قضیې نیولي

نشه یې توکو پر ضد د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د ځانګړي څارنوالۍ عمومي رئیس نور حبیب جلال د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د شاوخوا ۱۱۵ دوسیو څیړنه بشپړه شوې او محاکمو ته استول شوي.

نشه یې توکو پر ضد د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز چارواکي وايي، سږ کال په لومړېو ”درېو“ میاشتو کې یې۱۳۴ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیولي او تر څېړنو وروسته بېلابېلو محاکمو ته سپارل شوي دي، چې په دغو کسانو کې امنیتي کسان هم شامل دي.

په افغانستان کې د نشه یې توکو د کر او قاچاق د مخنیوي د مبارزې په دوام، د افغانستان مخدره توکو پر ضد ځانګړي عدلي او قضایي چارواکي وايي، د نشه یی توکو د قاچاق وړونکو د دوسیو په څېړلو کې چټکوالی راغلی دی او ځیني یي محاکمو ته هم سپارل شوي دي.

د نشه یې توکو پر ضد د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د ځانګړي څارنوالۍ عمومي رئیس نور حبیب جلال د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د شاوخوا ۱۱۵ دوسیو څیړنه بشپړه شوې او محاکمو ته استول شوي.

ښاغلي جلال په دغو دوسیو کې د نیول شوو کسانو او محاکمو په اړه وویل:

” د سږ کال په لومړېو درېو میاشتو کې د پولیسو له خوا 115 قضیې نیول شوي دي، په دغو قضیو کې 134 تنه شامل، چې دوې یې ښځي دي.

له دغو قضیو څخه 83 لومړنۍ محاکمې، 100 قضیې چې د تېر کال هم په کې شاملې دي استیناف محاکمې ته او 99 قضیې د سترې محاکمې د عامه امنیت دیوان ته سپارل شوي دي.“

نوموړي همدارنګه د سږ کال په لومړېو درېو میاشتو کې د 18 ټنو چرسو او د نشه توکو له قاچاقچیانو سره د همکارۍ په تور د هېواد په لویدیځ زون کې د سرحدي پولیسو د یوه جنرال او دو افسرانو د نیولو خبر هم ورکړ.

ښاغلي جلال زیاته کړه، چې د نشه یی توکو ډېر کښت او قاچاق په نا امنو ولایتونو کې کيږي:

”په نا امنو ولایتونو کې ډیرې قضیې د پولیسو له خوا نیول شوي او تر سترګو کیږي، ډيرې قضیې په هلمند، فراه او نیمروز کې نیول شوي دي.“

افغانستان په نړۍ کې د نشه یی توکو تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد بلل کیږي. ځینې انتقاد کوونکی وایي چې د نشه یی توګو د مبارزې د ځانګړی وزارت، ریاستونو او ځانګړې عدلي او قضایي قوې په رامنځ ته کولو سره سره افغان دولت د نشه یي توکو پر ضد مبارزه کې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

خو افغان دولت وایي، چې د نشه یي توکو په کښت کې یې د پام وړ کموالی راوستی او له شلو نه په ډیرو ولایتونو کې یې د دغو مواد کښت په بشپړه توګه له منځه وړي دي.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: