د خوست د سپېرې ولسوالۍ يوازې يو ډاکټر لري

د خوست ولايت د سپېرې ولسوالۍ اوسيدونكي وايي چې په ټوله ولسوالۍكې يې ښځينه ډاكټره نشته او يواځې يو ايم ډي ډاكټرلري، چې هغه ته هم د درملنې په موخه هر ډول ناروغان ورځي، دوى له ځايي چارواكو نه غوښتنه وكړه چې سيمه وال يې د روغتياپه برخه كې له ډېرو ستونزوسره مخ دي، په دې برخه كې دې له دوى سره همكاري وكړي. د خوست والي وايي چې سپېرې ولسوالۍ ته يې د سفر پرمهال د هغوى ستونزې واوريدې او هڅه به وكړي چې د حل لپاره يې لارې چارې ورته پيداكړي. سپېره چې د خوست په جنوب لوديځ كې ليرې پراته او غرنۍ ولسوالۍ ده، اوسيدونكي يې د كرنې اومالدارۍ ترڅنګ په غرونو كې په ځنګل وهنه بوخت دي او خپل ژوند د دې لارې پرمخ بيايي، د ولسوالۍ اوسيدونكي وايي چې د يو شمېر تور ستوتزو ترڅنګ يې يوه لويه ستونزه دا ده چې په ټوله ولسوالۍ كې يو روغتيايي كلنيك دى چې يواځې يو ايم ډي ډاكټر لري، چې د نارينه ناروغانو لپاره هم بسنه نه كوي، خو ترټولو لويه ستونزيې دا ده چې د ښځينه ناروغيولپاره هيڅ ډاكټره نشته، ځكه خو په دغه ولسوالۍ كې د ولادت پرمهال ډېرې ميندې خپل ژوند له لاسه وركوي، دوى غوښتنه كوله چې كه په دې ولسوالۍ كې يو مجهز روغتون جوړ شي نو دغه ستونزې به يې راكمې شي. خوست والي عبدالجبارنعيمي د ليدنې پرمهال هم ومنله چې سپېره ولسوالي د يو شمېر نورو ستونزو ترڅنګ د روغتيا په برخه كې ډېروكارونو ته اړتيا لري، او زياته يې كړه چې د دوى يوشمېر ستونزې به په پنځه كلن ستراتيژيك پلان كې هم ونيول شي، نوموړي د هغو كسانو كورنيو سره مالي مرسته هم وكړه چې څه موده وړاندې نامعلوموكسانو له خپلو كورنو بيولي او بيا يې وژلي وو. سپېره د خوست يوه سرحدي ولسوالي ده چې له پكتيا، پكتيكا او وزيرستان سره اوږده ګډه پوله لري.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: