کندهار : ٦٠٠٠ کيلوګرامه کمياوي مواد ونيول سوه

لودين

  په کندهار کي شپږ زره  كيلو ګرامه المونيم نايټريټ د پوليسو لخوا كشف او ونيول سول

د دامان ولسوالي امنيه  قومندان سمونمل محمد رسول خبري رسنيو ته وويل چي نن  تر غرمې وروسته د دوو بجو په شاوخوا كې د سپين بولدك ولسوالي  او كندهار ښار پر لاره د ترنك پله په سيمه كې دوې عرادې تراكتورونه چي په هر تراكتور  كې شپېته پارسله او  په هر پارسل كي پنځوس كيلو ګرامه  المونيم نايټريت موجود وه چي  جمله يوسلو شل پارسله كيږي  د دامان ولسوالي د پوليسو لخوا ونيول سول .
دده په خبره  دوي راپور تر لاسه کړي وو چي كيمياوي توكي د چمن څخه د كندهار ښار په لوري د تروريستي اعمالو د تر سره کولو دپاره وړل کيدل  .
امنيه قوماندان زياتوي  چي نيول سوي  كسان ځانونه كوچيان معرفي كوي او د هغوي سره ماشومان  او ښځي هم ورسره دي   دده په خبره دوي غوښتل چي د كوچيانو د كډي په پلمه  دغه مواد تر کندهار ښاره ورسوي .
د يادو موادو سره نيول سوي كسان چي هر يو يې جلات، حسن خان ،الله دوست او هاشم نوميږئ  ځانونه د پاكستان هيواد د چمن د ښار اوسيدونکي معرفي کوي   دوي وايي چي دغه مواد يې د تجارت لپاره كندهار ښار ته انتقالول  او دا د هغوي لومړي ځل دي چي كندهارښآر ته راځئ

المونيم نايټريت هغه كيمياوي مواد دي چي د دولت وسلوال  مخالفين يي په چاودنو كي كاروي او د دولت لخوا د دې موادو  واردول منع اعلان سوي دي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: