د سوداګرۍ وزير انوارالحق احدي پر وارداتي توکو د زيات محصول غوښتنه وکړه

د ماليې پخوانی وزير او د سوداګرۍ لپاره تازه ټاکل شوی وزير او د افغان ملت ګوند مشر ډاکټر انوار الحق ، په داسې مهال په کابل کې پر وارداتي توکو د زيات محصول غوښتنه وکړه ، چې د اوړو د يوې نوي په کار اچول شوي خصوصي فابريکه پرانستل کيده .
نوموړي زياته کړه ، چې په معاصره نړۍ کې هېڅ يو هېواد په ځان بسيا نه دی او دې ته اړ دي ، چې واردات وکړي . د احدي په وينا په دې لړ کې هغه هېوادونه ، چې کمزوری اقتصاد لري زياتو وارداتو ته اړ دي . ده زياته کړه ، چې افغانستان يو د هغه هېوادنو څخه دی ، چې ډېر زيات واردات او لږ صادرات لري . احدي د افغانستان د وارداتو کچه په کال کې 4.5 ميليارده ډالره او صادرات 500 ميليونه ډالره وښودل .
احدي په دې ټينګار وکړ ، چې د کورنيو محصوﻻتو کارونې کلتور مهم دی او حتی که تر بهرنيو محصوﻻتو خلکو ته ګران هم پريوزي بيا هم د هېواد او حکومت په ګټه ده . ده همدا راز د کوچنيو او متوسطو واحدونو پياوړتيا هم ګټوره بللې او له دولت نه يې د دوی د ملاتړ غوښتنه کړې ده .

 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: