په خيبر پښتونخوا کې د افغان سيلاب ځپلو چا پوښتنه نه ده کړې

پېښور: يو شمېر افغانانوخبريالانوته د ټيليفون او برېښناليک له لارې شکايتونه کړي چې په پاکستان کې افغان نمايندګيو لکه سفارت، قونصلګريو او د مهاجرو د چارو چارواکو تر دې دمه د هغه افغانانو پوښتنه نه ده کړې چې په سيمه کې يې د سختو سيلابونو له امله زيانمن شوي دي، کورونه يې ويجاړ او سامانونه يې په اوبو لاهو شوي او يو شمېر مړه شوي هم دي، د خزانې، زاخېلو، زندۍ، ځنګلي، متنو، خراسان، اتمانزيو او ناګمان افغان کډوالو په پېښور کې د افغان قونصلګرۍ او په اسلام آباد کې له افغان سفارت او په افغانستان کې د مهاجرو د چارو د وزارت څخه سر ټکولى چې تر دې دمه يې د هغوى د ستونزو پوښتنه نه ده کړې، يو شمېر شتمنو افغانانو په شخصي توګه يو څه نا څه مرسته د دغو افغانانو سره کړې .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: