په خوست ښاركې بمي چاودنې څلور سرتيري ټپيان كړل

په خوست ښاركې بمي چاودنې څلور سرتيري ټپيان كړل، په چاودنه كې درې د ملي اردو او يوپوليس ټپيان شوي دي، او په همدې ښاركې يوه بله چاودنه هم شوې خو كوم زيان يې چاته نه دى اړولى.
د ملي اردو چارواكي وايي ،چې تيره ورځ د ماين په تور يې يوتن هم نيولی دی، وسله وال طالبان وايي چې اوله چاودنه دوى كړې او ادعاكوي چې څلور سرتيري يې پكې وژلي دي. تراوسه چا د دې چاودنو مسووليت پرغاړه نه دى اخيستى.
د سه شنبې په ورځ په خوست ښاركې دوى بمي چاودنې وشوې، اوله يوه يې د خوست ښار په سرګردان چوك شوې، د خوست امنيې قوماندان جنرال عبدالحكيم اسحاقزى وايي چې په چوك كې د ملي اردو په ولاړ موټر پسې چسپكي ماين ايښودل شوى او د چاودنې له امله يې څلور سرتيري ټپيان شوي دي، په ټپيانو كې درې د ملي اردو او يوپوليس دى، خو په سيمه كې د ملي اردو د اولې لوا قوماندان جنرال محمد اسرار وايي چې د دوى موټر ته د ماركېټ له بام څخه لاسي بم اچول شوى چې له امله يې د دوى درې سرتيري ټپيان شوي دي. اسرار زياتوي چې د لاسي بم په تور يې يو شكمن كس هم نيولى او دا مهال ترې پلټنې روانې دي.
او له دې چاودنې وروسته د ښار په شمالي برخه كې د بلې چادنې غږ واوريدل شو، د خوست امنيې قوماندان وايي چې دويمه يې د چاودنكو توكو له امله شوې، خو چاته يې كوم زيان نه دى اړولى.
وسله والو طالبانود اولې چاودنې مسووليت پرغاړه اخيستى او ادعاكوي چې څلورو سرتيرو ته يې مرګ ژوبله وراړولې ده. خو د دويمې چاودنې مسووليت چاپرغاړه نه دى اخيستى.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: