په کابل کې د هزاره ګانو او کوچیانو وسله واله نښته

د کابل لویدیځ پلوه د دارلامان ماڼۍ ته نږدې د کرخ غره په لمنه کې نن سهار وختي د کوچیانو او هزاره ګانو تر منځ سخته نښته شوي چې دواړه لوري یو بل ته د اوښتې مرګ ژوبلي په باب ضد او نقیص معلومات ورکوي. هزاره ګان وایې چې کوچیانو خپلې رمې د دوي سیمو ته ور داخلي کړي او کوچیان بیا وایې چې دوي رمې او کیږدې په هغو سیمو کې دي کومي چې دولت ورته سپارلي دي. دغه نښته د حاجي نبې ښار ګوټي ته نږدې شوي. حاجې نبې د ولسمشر د دوهم مرستیال کریم خلیلي ورور دی او په سیمه کې د هغه په نامه د هزاره ګانو یو ښارګوټی هم موقیعت لري. کوچیان وایې چې هزاره ګانو د دوي لس کسان وژلي او ۸ نور یې ور ژوبل کړي دي خو هزاره ګان بیا وایې چې کوچیانو یې نهه کسان ور ژوبل کړي دي. پولیس سرتیري او د ملي اردو ځو اکونه سیمې ته رسیدلي دي. د کابل امبولانس یوه مقام وویل چې دوي له سیمې ۵ ټپيان روغتونونو ته انتقال کړي دي. له بل لوري عیني شاهدانو وویل چې یو تن هزاره وګړی هغه مهال ووژل شو چې د پولیسو پر قافله یې د تیګو وار وکړ او پولیسو پرې د ټوپک خوله را وګرزوله او له پښو یې وغورځاوه.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: