په ټایمزمجلې کې دخپاره شوي تصویرپه اړه داسلامي امارت دویندوي څرګندونې!

په ټایمزمجلې کې دخپاره شوي تصویرپه اړه داسلامي امارت دویندوي څرګندونې!

ټایمز امریکايي مجلې دخپلې وروستۍ ګڼې په علاف باندې دعائشې په نوم دیوې افغانۍ میرمنې یوزړه بږنوونکی انځور خپورکړي ،نسبت یې مجاهدینو ته کړی اوترهغه دلاندې یې په بارزعنوان کښلې : که مونږ (امریکایان) له افغانستانه ووځوبیا به دلته څه پیښیږي؟

 اسلامي امارت په مکرر ډول دامریکايي دروغجنو مطبوعاتو د داشانې بي حقیقته پروپاګندوپه اړه ویلي چې دوئ په افغانستان کې دخپلو مسلسلو اوښکاره ناکامیو اوفضیحتونو دپټولو په غرض په داسې بی معنا خپرونولاس پوري کوي .

 دټایمز مجلې وروستې دروغجنې پروپاګنډې ټولو نړیوالوته دامریکايي اجیرو مطبوعاتو صحافتي ماهیت ښه څرګند کړ اودايي په ډاګه کړه چې هغوئ دامریکايي مصالحو دتحقق په غرض ترکومه بریده ژورنالیستیکي منل شوي معیارونه ترپښولاندي کوي.

 کوم تصویر چې ټایمز په خپلې وروستۍ ګڼې کې نشرکړی برسیره په دې چې اسلامي امارت ته دهغه دوحشیانه کړنې منسوبول یوه افتراده دصحافتي مقرراتوله مخې د داسې زړه دردوونکو تصویرونو نشرول یوغیراخلاقي اوغیر اصولي عمل بلل کیږي اوپه نومړي تصویرباندې په ورکړل شوي تبصروکې دنړۍ ډیرو ژورنالیستانو هم دتایمزمجلې دغه ناقانونه اقدام غندلی.

 ترکومه ځایه چې دعائشې نومې میرمني په دغه تصویرپوري تړلې موضوع ده هغه داچې عایشه ډیر مخکې دخپلې کورنۍ دغړیو له خوا په خپل منځې نزاع کې په دغه مشکل اخته شوې اود اسلامي امارت افراد اوقضايي ادارې په دې غیر انساني ،غیر اخلاقي اوغیر اسلامي عمل کې هیڅ دخل نه لري .

 اسلامي امارت دورته داخلي نزاعاتو اوحقوقي پیښودحل لپاره داسلامي شریعت دمقرراتو مطابق اجراآت ترسره کوي اوهغه داسې اجراآت دي چې دټولنې لپاره دعدل او امن دتأمین پیغام له ځانه سره لری نه په ټولنه کې دوحشت او تنفر خپرول .

 داسلامي شریعت دمقدسو لارښوونو له مخې دانسان که هغه مړوي اوکه ژوندی دپوزې اوغوږونوپریکول یونارواوغیرشرعي عمل بلل شوی . آن تردې چې په مبارکو نبوي احادیثوکې دکافرانو دمړیو له مثله کولو(پوزې ،شونډواوغوږونوپري کولو) څخه منع راغلې ، دژوندیو انسانانو پوزي اوغوږونوپريکول په تیره چې هغه بیا مسلمان وي په اسلامي شریعت کې یوغیر مشروع اومحذورعمل دی اوکه یوڅوک دغه نارواعمل ترسره کړي داسلامي قضا له لوري په هغه باندې بالمثل قصاص جاري کیږي.

بناء ً مونږ له میرمن عائشې سره دنومړي وحشیانه اوغیر اسلامي اوغیرانساني عمل ترسره کیدل په بشپړه توګه غندو اوداډول عمل داسلامي شریعت نه سرغړونه بولو .

 خو امریکايي اجیرو مطبوعاتو په تیره دټایمز مجلې ادارې ته د دې خبرې یادول ضروري بولو چې دامریکايي ماتې خوړلو سیاستوالو دمصالحو دتحقق اودهغوئ دسیاسياوپوځي فضیحتونو دپټولو لپاره باید منل شوي ژ ورنالیستیکي مقررات ترپښو لاندې نه کړي .

همداراز له هغو افغاني رسنیوڅخه چې دامریکايي اسلام دښمنه مطبوعاتو په پیروي سره دهغوئ د دروغجنو خپرونو دترجمانانو په رول کې کارکوي داغوښتنه کوو چې دژورنالیزم درانه مسلک ته په درناوي سره باید ژورنالیستیکي مقررات تر اجنبي مصالحو قرباني نه کړي اونه له هغه څخه ناوړه استفاده وکړي.

والسلام

قاري محمد یوسف احمدي داسلامي امارت ویندوي

——–

طالبانو ته،

که د میرمن عائشې جزا چی خپل طالب خاوند ورړی تاسو “نومړي وحشیانه اوغیر اسلامي اوغیرانساني عمل” بولی نو تاسو به د دی خاوند ته څه جزا ورکړی؟ او که جزا یی نه ورکوی؟

والسلام

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: