آرم موسسه: د ملکي تلفاتو د څېړنی په اړه د طالبانو وړانديز جدي دى

د افغانستان د بشری حقونو د څار او راپور ورکولو ډله)آرم) ډلې د طالبانو د وروستۍ اعلاميې په ځواب کې عکس العمل ښوولى او په دوولسو مادو کې يې ځينې وړانديزونه کړي دي. دلته د دې ډلې بشپړه اعلاميه خپروو: د طالبانو د دی وړانديز ھرکلی کوی چی د روانی جګړی د ملکی تلفاتو د څيړنی او ارزونی لپاره دی يو پراخ بنسټه کميسيون جوړ شی، او له افغان دولت او د ملګرو ملتونو له سازمان غواړی چی د طالبانو دی غوښتنی ته دی ځواب ورکړی.

 د زمری په ٢۴ نيټه طالبانو د يوی اعلاميی په خپرولو سره د يوه داسی کميسيون د جوړيدو وړانديز وکړ چی پکښی د جګړی ټولی غاړی، د ملګرو ملتونو سازمان او د بشری حقونو ډلی ګډون ولری او په جګړه کی د ملکی مرګ-ژوبلی په اړه پلټنی وکړی. پداسی حال کی چی موږ د طالبانو وړانديز ولوست، لدغی ډلی غواړو چی د لاندنيو اجرااتو ډاډ ورکړی: ١

– طالبان بايد تر خپلی ولکی يا اغيزی لاندی سيمو کی د بشری حقونو د پلټونکو او راپورورکونکو د خونديتوب او امنيت لپاره کره، د منلو وړ او ټينګ ضمانتونه وړاندی کړی،

 ٢ طالبان بايد له ھر ډول ډارولو، ګواښولو او فزيکی او روحی زورزياتيو څخه د ھغو بشری حقونو کارکوونکو د پوره خونديتوب لپاره کره، د ډاډ وړ او رښتونی ضمانتونه وړاندی کړی چی د خپلو ناپيلو څيړنو او پلټنو په لړ کی طالبانو ته د ملکی مرګ -ژوبلی ملامتی متوجه کړی،

٣- طالبان بايد د باور وړ، رښتونی او کلک اطمينان وکړی چی ھغه ملکی خلک چی د جګړو او پيښو په ھکله د بشری حقونو له کارکونکو سره خبری کوی له ھر ډول ډارولو، غچ اخيستلو او روحی او جسمی زورولو څخه به خوندی وی، ۴

– طالبان بايد د ملکی مرګ -ژوبلی په ھکله – په ځانګړی توګه په ھغو پيښو کی چی طالبان پکښی ونډه لری – کره، ډاډمنو او نااغيزمن شوو معلوماتو ته د بشری حقونو د کارکونکو لاس رسی تضمين کړی، ۵

 – طالبان بايد ټولی ھغی سيمی چی دوی پکښی واکمن دی څرګندی کړی او پدغو سيمو کی د امنيتی پيښو په اړه د بشری حقونو کارکوونکو ته اړين تضمينونه ورکړی،

 – ۶طالبان بايدپه رسمی توګه اعلان وکړی او په عمل کی څرګنده کړی چی دوی د ژنيو کنوانسينونه، بشری نړيوال قانون او د جګړی په اړه نور قوانين منی او پلی کولو ته يی ژمن دی،

 ٧- طالبان بايد د خپلو مخالفو جنګياليو(چی دوی ورسره جګړه کول مشروع بولی) څرګند تعريف وړاندی کړی او دغه راز د ملکی خلکو(ھغوی چی له قصدی زيان څخه بايد خوندی وی) تعريف څرګندی کړی،

٨ – طالبان بايد رښتونی ډاډ ورکړی چی که خپلواکو پلټنو وښوده چی د دوی جنګياليو ملکی خلکو ته د مخنيوی- وړ مرګ -ژوبله اړولی دوی به د جبران ورکولو، د جګړی د تګلاړی او کړنو د بدلولو، عدالت ورکولو او نورو اړوندو اصلاحی چارو په پلی کولو کی ټکی-برګی ونکړی، ٩- طالبان بايد ھوډ څرګند کړی چی پر ملکی خلکو د جګړی د اغيزو د لږولو په موخه به د بشری حقونو د سازمانونو وړانديزونو ته غوږ نيسی او تر وسی پوری به يی پلی کوی،

١٠ – طالبان بايد په ګڼ-ميشتو ملکی سيمو کی د ځان وژونکو بريدونو – چی د متخاصمو ډلو په پرتله ملکی خلکو ته ډير زيانونه اړوی- لړی سملاسی ودروی، ١١

 – طالبان بايد ملکی سيمو او عامه لارو کی د تعبيه شوو چاوديدونکو توکو د کارولو پراخه لړی سملاسی ودروی،

١٢ – طالبان بايد حکومت څخه د ملاتړ او باندنيو ځواکونو ته د جاسوسی په تور په غيرقانونی او ضمنی توګه د ملکی خلکو د وژلو لړی سملاسی ودروی.

 آرم طالبانو او د روانی جګړی نورو غاړو ته بيا يادونه کوی چی موږ د بشری حقونو په ھلکه، په ځانګړی ډول پر ملکی خلکو د جګړی د اغيزو په اړه، په خپلواکه او ناپيلی ډول راپورونه او معلومات ورکوو. آرم له ھيڅ يوی سياسی او پوځی ډلی، دولت او يا سازمان څخه مرسته نه ترلاسه کوی او له ھيڅ غاړی ھم ملاتړ نه کوی. آرم پخپل يوه وروستی راپور کی، د روان ميلادی کال په لمړيو ۶ مياشتو کی د شاوخوا ٢۶٠٠ ملکی وګړو د مرګ-ژوبلی په سلو کی د څه باندی ۶٠ فيصدو ملامتی طالبانو، د حقانی ډلی او د حکمتيار حزب اسلامی ته واړوله. موږ دغه راز د ٣٠ فيصده ملکی مرګ-ژوبلی ملامتی دولت -پلوی باندنی او افغان ځواکونه ته واړوله*. موږ له ټولو ممکنه ھلو -ځلو کار واخيست چی د جګړی د ملکی تلفاتو په ھکله تر ټولو کره او د ډاډ وړ معلومات راغونډ کړو او په ناپيلی، خپلواکه او بی غرضه توګه يی خپاره کړو. د روانی جګړی روڼتوب او د جګړه مارو غاړو حساب ورکونه د افغانانو لپاره خورا ډير ارزښت لری، او ځکه خو بايد د جګړی ټولی غاړی دغه غوښتنه ومنی او ترسره کولو ته يی رښتونی ھوډ څرګند کړی. د جګړی د څرنګوالی په اړه د سم پوھاوی لرل د ھر افغان روا حق دی او ھيڅ يوه جګړه ماره ډله بايد دغه حق تر پښو لاندی نکړی. د حامد کرزی حکومت او په افغانستان کی د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوی بايد د طالبانو د دغی ژمنی د ثابتولو لپاره غبرګون وښيی او د ملکی تلفاتو د پلټنی په ھلکه د يوه پراخ بنسټه کميسيون د جوړولو او پکښی د ونډه اخيستلو اعلان وکړی.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: