طالبان : د ملکي تلفاتو څېړنه دې باصلاحیته کمیسون وکړي

د طالبانو تحریک په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلو په باب د حقایقو د سپیناوي لپاره د اسلامي کنفرانس، ملګروملتو،بشري حقونو،په افغانستان کې مېشتونړیوالو ځواکونو اوطالبانود استازو په ګډون د یوه باصلاحیته کمیسون د جوړېدو وړاندیز وکړ.

 

د طالبانو له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دې کمیسون ته دې د افغانستان په ټولو برخو کې د ملکي تلفاتوپه اړه د بشپړو او دقیقو تحقیقاتو د کولو لپاره وخت ورکړای شي چې ټولو اغېزمن شویو سیمو ته لاړ شي او اغېزمن شوي افغانان له نژدې وویني، د ټولو پېښو په اړه دقیق جزییات ټول او په بې پرې ډول یې اعلان کړي.

 

د طالبانو دا غوښتنه به ،چې د افغانستان حکومت یې پکې یو مخ له نظره غورځولی ، نړیوال په دې خاطر هم ونه مني چې طالبان به په دې ډول رسمیت او مشروعیت ترلاسه کړي.

 

خو طالبان وايي :« که چیرې د ملګروملتونو سازمان او نورې نړیوالې ادارې د یوې بې طرفه او رښتیني څيړنې د ترسره کولو لپاره د اسلامي امارت دغه وړاندیزته هم اعتناء نه کوي نودابه دامعنا ولري چې یا دا سازمانونه د ملکي افغانانو لپاره هیڅ بشري حق هم په رسمیت نه پیژني او نه یې  د حال اخیستلو نیت لري او له بیابیا خپریدونکو غیرواقعي راپورونو څخه یوازې د لویواوتمویلونکوقووتونوپه پلوی تبلیغاتي ګټه اخیستل کیږي اوپه لوی لاس دافغانستان مظلوم ولس نورهم داورسوزونکي بټۍ ته ور ټیل وهل کیږي اوقاتیلینوته یې لازیات جرات ورکول کیږي .که چیرې دملګروملتونو سازمان او نور اړوند اړخونو دملکي زیانونودحساسې موضوع رښتیني ارزونې ته ژمن وي  هیله ده داسلامی امارت ددې وړاندیز په اړه خپل مثبت غبرګون وښیي کنه په دې برخه کې به دلاویجاړیدونکي حالت مسؤلیت هم ددوی په غاړه وي

 

طالبانو دا وړاندیز وروسته له دې وکړ چې په افغانستان کې د ملګروملتو استازندوی دفتر په یوه اعلامیه کې د ملکي افغانانو په مرګ ژوبلو کې د طالبانو ونډه زیاته وبلله .

 

ملګري ملتونه وايی چې اکثره عام افغانان د طالبانو له لوري په ځانمرګو بریدونو،د سړک د سر د ماینونو په چاودنو او نورو بریدونو کې وژل کېږي.

 

د دې راپور له خپرېدو وروسته د طالبانو مشر ملا عمر په یوه پیغام کې له خپلو کسانو وغوښتل چې د ملکیانو د مرګ ژوبلو مخنیوي ته پاملرنه زیاته کړي.

 

په همدې حال کې د امریکا نیوز ویک مجلې په یوه راپور کې ادعا کړې چې ملا عمر د پاکستان امنیتي ځواکونو نیولی او د هغه په نوم د پاکستان پوځ او استخبارات جعلي فرمانونه خپروي.تاند په په دې باب په خپله انګلیسي ویبپاڼه کې له طالبانو غوښتنه کړې چې دا موضوع سپینه کړي او په ښکاره افغانانو ته ووايي چې ایا د پاکستان له استخباراتو سره اړیکي لري او که یې نه لري د دې استخباراتي ادارې په باب خپل دریځ او نظر څرګند کړي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: