ملي لوبډله نن کابل ته رارسيږي

ملي لوبډله نن کابل ته رارسيږي

د افغانستان ملي لوبډله به نن ورځ د زمري په ۲۸ مه د کابل په وخت د سهار په ۶:۳۰ بجو د صافي هوائي شرکت په الوتکه کې له سکاټلینډ څخه پلازمینې کابل ته راورسیږي.

ملي لوبډله د سکاټلینډ هیواد ته د لویو وچو یا د انټرکانټینټل د سیالیو ۵ څلور ورځینۍ سیالۍ ته له سکاټلینده سره په ۴ د اګست له هیواده په سفر تللې و.

افغان ملي لوبډلې ارزښتناکه څلور ورځینۍ سیالي د سکاټلینډ له هیواد په ۲۲۹ منډو وګټله او د انټرکانټینټل په جام کې يې افغانستان ته د ۷ هیوادونو په کتار لومړی مقام وګاټه.

افغان ملي لوبډلې په سکاټلینډ کې دوه یوه ورځینۍ سیالۍ هم د همدې هیواد سره درلودي چې یوه سکاټلینډ اوبله د افغانستان هیواد وګټله او سره مساوي اعلان شوي.

ټولو رسنیو ته خبر ورکول کیږي چې ملي لوبډله  د اګست په ۱۹ او د زمري د میاشتې په ۲۸ نېټه سهار د کابل په وخت ۶:۳۰ بجې رارسیږي.

په افغانستان کې د ټولو رسنیو څخه هیله کیږي چې  د ملي لوبډلې د سترې لاسته راوړنې د لمانځلو لپاره د کابل هوائي ډګر ته ځانونه راورسوي.

یادونه: کرکټ بورډ د رسنیو د خبریالانو لپاره د کابل د هوائې ډګر د چارواکو څخه اجازه اخستې نو د رسنیو څخه هیله کوو چې په خپل وخت هوائې ډګر ته ځانونه راورسوي.

د نورو معلوماتو لپاره په دې شمېره له موږ سره اړیکې ټینګې کړئ: ۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو څانګه

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: