د طالبانو په حمله کې دېرش کارګر وژل شوي

افغان چارواکو نن وویل چې پرون د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې وسله والوطالبانو د سړک جوړونې دېرش کارګر وژلي دي.

 پرون د سړک جوړونې د کمپنۍ مامورسلام خان دراني رسنیو ته ویلي ووچې د سړک پر کارګرو باندې په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري برید وشو.د ده په وینا په حمله کې ډېر شمېر کارګر مړه او یا ژوبل شول خو ده ته د وژل شویو یا ټپیانو دقیق شمېر څرګند نه شوځکه چې د ترغرمې پورې د پېښې په ځای کې نښته روانه وه.

 د هلمند د والي ویاند داوود احمدي هم ویلي وو چې کارګرو او د هغو امنتي ساتونکوله افغان امنیتي ځواکونو څخه د مرستې غوښتنه وکړه خو دی د موضوع له نوره حاله خبر نه دی.

 کارګرو له سنګین ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز لشکرګاه ته په غځېدلي سړک کار کاوه.

 د دې افغاني تعمیراتي کمپنۍ یوه مسوول مقام اقاجان وویل :«یوشمېر وسله والو طالبانوپر ماشنګڼو او راکټونود سړک جوړونې پرکارګرو برید وکړ چې پنځه ویشت تنه د پېښې په ځای کې ووژل شول ،نورو د سختو ټپونو له کبله وروسته ساه ورکړه.

 وروسته د هلمند ولایت د امنیې قومندان مرستیال محمدمحی الدین وویل چې د وژل شویو کسانو شمېر دېرش تنو ته ورسېد.د هغه په وینا په دې برید کې اوولس نور کارګر ژوبل شول .

 ویل کېږي چې درست وژل شوي او ټپیان شوی کارګر افغانان او د سیمې بېوزله اوسېدونکي دي.

 محی الدین دا هم وویل چې یرغلګرو د سړک جوړونې ماشینونه ویجاړ کړل او دولس موټرونه یې ورسره یووړل .

 د افغانستان په لویو لارو کې اکثره تښتول کېدونکي موټرونه پاکستانیان په ټیټه بیه رانیسي او د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته یې انتقالوي .ځینې کسان وايي هماغه راز چې به پخوا پاکستانیان په بازانو پسې راتلل اوس د غلا په موټرونو پسې راځي .دوی دا موټرونه یا په قبایلي سیمو کې چلوي ، چې اسنادو ته اړتیا نه لري او یا ورته جعلي انساد جوړوي او د پاکستان په لویو ښارونو کې یې په لوړه بیه پلوري.

 د هلمند د والي ویندوی داوود احمدي وویل چې ټپیان او د دولسو تنو کارګرو مړي د هلمند د مرکزلشکرګاه روغتون ته وړل شوي دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: