روسيه غواړي پاکستان او افغانستان ته برېښنا ورکړي

په مرکزي آسيا کې د خپل نفوذ د بيا زياتولو په موخه ، کرېملين غواړي افغانستان او پاکستان ته برېښنا صادره کړي . وروسته له دې ، چې په سوچي ښار کې د روسيې ، افغانستان ، پاکستان او تاجکستان د جمهور رييسانو تر منځ څلور اړخيزه غونډه وشوه ، روسيه دې ته لېوالتيا ښيي ، چې منځنۍ آسيا او مرکزي آسيا کې خپل پخوانی نفوذ بېرته تر ﻻسه کړي.
روسيه د پخواني شوروي اتحاد تر پاشل کيدو وروسته اوس غواړي پخوانی ځواک تر ﻻسه کړي او د منځنۍ آسيا په پنځه جمهوريتونوکرغيزستان ، تاجکستان ، ازبکستان ، ترکمنستان او کزاکستان کې خپل پوزېشن پياوړی کړي .
روسيه غواړي د تاجکستان او کرغيزستان له ﻻرې افغانستان او پاکستان ته برېښنا صادره کړي البته کيدی شي ، روسيه به په دغه هېوادنو کې د نوي سټېشنونو د جوړيدو يا بيا رغاولو پلان هم ولري . روسيه همدا راز ليواله ده ، چې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په افغانستان او په دغه هېواد کې پر ناټو ځواکنو خپلې وسلې وپلوري خو د سرتيرو ليږلو ته يې تر اوسه زړه نه شي ښه کولی.
بايد وويل شي ، چې روسيه د پرمختګ لپاره ښه اډانه لري . له يوې خوا په دغه هېواد دا پوټنيشال موجود دی ، چې د هېواد چارې په ښه توګه مخې ته وﻻړې شي او له بلې خوا د دې هېواد پراخوالی او ډېر بيساري کانونه د پرمختګ پروسه نوره هم پياوړي کولی شي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: