د ٢٤ طالبانو د وژنې ادعا وشوه

 

راپورونه وايي د ناټو ځواکونو جنګي الوتکو په لوګر ولايت کې د وسلوالو طالبانو يو مرکز په نښه کړى او په نتيجه کې ٢٤ وسلوال طالبان وژل شوي دي. په عين حال کې د يوه بهرني سرتېري د وژلو خبر هم ورکړل شوى دى.

که څه هم د دې بهرني عسکر هويت نه دى په ډاګه شوى، خو ايساف وايي نوموړى په کور کې د جوړو شويو بمونو په چاودنه کې وژل شوى، په دې توګه په روان ميلادي کال کې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېر ٤٣٧ ته ورسېد. ځينې راپورونه وايي د لوګر په جګړه کې دوه امريکايي عسکر هم وژل شوي دي. 

ايساف وايي په لوګر کې ٢٤ طالبان په دوو جلا پېښو کې وژلي، ناټو وايي د طالبانو د يوه قوماندان قاري منير د نيولو لپاره دغه عمليات پلان شوي وو، چې نوموړى هم په پېښه کې له ١١ نورو سره وژل شوى دى. ناټو وايي د لوګر په بله سيمه کې يې هم د طالبانو يوه غونډه په نښه کړې، چې دلته يې هم ٩ وسلوال وژلي دي. ناټو وايي ٣ نور وسلوال يې په جلا بمبارۍ کې وژلي دي. خپلواکو سرچينو دغه وژنې نه دي تاييد کړي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: