کندهار د ̎سقوط̎ په حال کې

(تاند/ چهارشنبې، د اګست اتلسمه) – د کندهار چارواکو نن چهارشنبې اعلان کړه، چې په ژړۍ او پنجوايي ولسواليو کې به پوځي عمليات پيل شي. دا هغې سيمې دي چې دوه کاله مخکې هم په کې پوځي عمليات شوي وو، د لسګونو کسانو تر وژل کېدو وروسته هم په کې بيا د پوځي عملياتو د پيل ضرورت ليدل کېږي.د کندهار د مقام يوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، تاند ته وويل چې په کندهار کې زياتې سيمې د طالبانو لاسته ورغلي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د دولت د واک ساحه راتنګېږي. نوموړي اندېښنه وښوده چې کندهار د سقوط په حال کې دى او که يې مخنيوى ونه شي لوى بحران به رامنځته شي.

نوموړي څرګنده کړه چې طالبان مخکې په ارغنداب ولسوالۍ کې وو،  اوس له هغه ځايه رااوښتي او د لويې ويالې سيمې ته رسېدلي، چې د ولايت د مقام له ځايه دوه يا درې کيلومتره فاصله لري، دغه راز په محله جات، قشله جديد او نورو سيمو کې ټول واک د طالبانو په لاس کې دى، او د شپې له خوا دولتي واک په صفر کې ضرب وي. نوموړي دا هم وويل چې طالبان په دغو سيمو کې خلک زيات په تنګوي، خو دولت هم د خلکو د لاسنيوي په برخه کې څه نه شي کولاى. دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې ١٠زره تازه دمه امريکايي سرتېري په دې ولايت کې خپل ماموريت پيل کړي .په کندهار کې شاو خوا ٢٨٠٠ کاناډايي سرتېري هم په کې مېشت دي. امريکايي سرتېري غواړي پر لويو لارو ١٣ نوې پوستې جوړې کړي، چې د لويو لارو په ساتنه کې مرسته وکړي، خو خلک شکايت کوي چې دوى په خپلو کليو کې خپله ساتنه غواړي. د CBS راپور دلته وګورئ

 

د کندهار په اړه پخوا هم ويل کېدل چې ډېر واک يې د ولسمشر د ورور احمد ولي کرزي په لاس کې دى، نوموړي پر کور او استوګنځي امنيتي دېوالونه راګرځولي او ګڼ پيره داران يې استخدام کړي، دا هغه څه دي چې نور عام خلک يې نه شي کولاى. عام خلک وايي دغه چارواکي له دوى سره ̎خواخوږي̎ نه لري او يوازې د خپل واک د ساتنې په فکر کې دي.

د کندهار اوسنى والي ډاکټر توريالى ويسا چې د خپل کار په ساحه کې کومه تجربه او مهارت نه لري، مخکې لا ويلي وو- چې کاناډا يې ̎دويم̎ کور دى، خو د خپل ̎لومړي̎ کور د رغونې او امنيت په برخه کې يې د پام وړ کار نه ښکاري. دغه راز کارپوهان وايي، د کندهار اوسنى امنيه قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځى هم په کندهار کې نفوذ او قومي ملاتړ له ځان سره نه لري، د واک او صلاحيت ساحه يې محدوده- لاسته راوړنې يې کمې دي.  سردار محمد ځاځى د پخواني امنيه قوماندان مطيع الله قاطع تر وژل کېدو وروسته پر دې دنده ګمارل شوى دى، قاطع په مرموز ډول د ځانګړو ځواکونو د ځينو ساتونکو له لوري ووژل شو.

په کندهار کې ترورونه هم زيات شوي دي،  په ښار کې دننه وسلوال خلک وژني او په تېښته بريالي کېږي، ښه بېلګه څو مياشتې مخکې د اطلاعاتو او کلتور د رئيس عبدالمجيد بابي وژنه ده، چارواکو ژمنه کړې وه چې قاتلين به ونيول شي، خو تر اوسه ټول چوپه خوله دي. طالبانو د مې پر ٢٢مه د کندهار پر هوايي ډګر هم بريد وکړ، چې د بهرنيو ځواکونو تر ټولو مهمه پوځي اډه ګڼل کېږي، دلته شا و خوا ١٠زره ائتلافي او نور بهرني مامورين دېره دي. تر دې يوه ورځ مخکې طالبانو پر بګرام هوايي اډې هم بريد کړى و. 

په کندهار کې يوه خبريال چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل، زيات خبريالان دولتي شوي دي، دوى يو مرکز جوړ کړى، چې په دې مرکز کې سره راټول دي، له چارواکو سره ليده کاته او خاصې غونډې لري، چې د دولت خلاف راپورونه نه جوړوي.

په دې ښار کې برېښنا نه شته، د صنعتي پارک شا و خوا ٢٠٠ فابريکې د برېښنا او امنيت د نشتوالي له کبله تړل شوي چې په زرګونو کسان بېکاره شوي دي. 

په کندهار کې د ټليفونونو له لارې د خلکو ګواښل هم زيات شوي دي، وسلوال طالبان زده کوونکي، دولتي مامورين، د موسسې کارکوونکي ګواښي او ورته وايي که چېرې خپلې وظيفې يا زده کړې تر شا نه شي وبه وژل شي. څه موده مخکې طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ قومي مشرانو ته هم ورته ګواښونه کړي وو، چې ځينې قومي مشران ووژل شول او اکثره يې مجبوره شول خپلې سيمې پرېږدي.(جزئيات دلته وګورئ) 

په کندهار کې دا مهال د ولسي جرګې ځينې وکيلان بيا په کمپاينونو بوخت شوي، خو دوى د تېر ځل تر انتخاباتو وروسته نه وو راڅرګند شوي چې له خلکو سره وګوري، مشکلات يې واوري او اړيکې ورسره ولري، د کندهار اوسېدونکي شکايت کوي، خپل ځينې وکيلان يې بېخي هېر وو، ايله اوس يې بيا څېرې راڅرګندې شوې دي. شکايتونه کېږي چې دغو وکيلانو هم په ولسي جرګه او نه په لوړه کچه د کندهار مشکلات له چارواکو سره شريک کړي او نه يې د بې کفايته واليانو د تقرر په برخه کې څه اقدام کړى دى. کندهار د افغانستان له هغو ولايتونو ګڼل کېږي چې امنيت او ناامني يې پر ټول افغانستان تاثير لري. (دلته جزئيات وګورئ) وبه کتل شي چې چارواکي يوازې پر خبري اعلاميو او بيانونو اکتفا کوي، که حقيقت کې هم کندهار ته څه کار کوي؟

مخکې اعلان شوى و، چې په کندهار کې به پوځي عمليات پيلېږي، خو د هلمند ولايت پوځي عملياتو ته په پام سره خلکو د دغو عملياتو مخالفت وکړ، دغه عمليات تر نامعلومې مودې پورې ځنډول شوي، داسې هم ويل شوي وو، چې دغه پوځي عمليات به تر روژې مخکې پيل شي، خو بيا هم عملاً دغه عمليات نه دي پيل شوي. 

هاخوا په هلمند کې هم، چې په مارجې او نادعلي کې پوځي عمليات شوي وو، تر اوسه خلک له ناامنيو او د وسلوالو طالبانو له وحشت څخه شکايت لري. په کندهار کې مېشت يوه بهرني خبريال تاند ته وويل، په دې ولايت کې اداري فساد هم اوج ته رسېدلى، د چارواکو ظلمونه او د طالبانو زورزياتي خلک پوزې ته رسولي دي. 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: