بادغیس کې طالبانو یوه میرمن د زنا په تور ووژله

میرمنه ۴ ورځې د غیر مسوله وسله والو بند کې پاتې شوې وه، چې د ځايي چارواکو په وینا د ګیډې ماشوم یې په زور پرې زیان کړی شوی و.

وسلوالو طالبانو د یکشنبې په مازدیګر د بادغیس ولایت قادس ولسوالۍ د قادس خردک کلي کې یوه کونډه میرمن د يوې صحرایي محکمې په ترڅ کې د زنا په تور ووژله. لومړی دغه میرمن په عام محضر کې د دولت د مخالف وسله وال قوماندان په حکم ۲۰۰ دوره ووهل شوه، بیا د تومانچې په ډزو ووژل شوه.

د بادغیس ولایت امینتي چارواکو دغه پېښه تایید کړه.

په دې اړه د بادغیس ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالجبار ازادي راډیو ته د ټلیفون په کرښه وویل:

“پرون ۶ نیمو بجو د طالبانو یوه سیمه ایزه قوماندان ملا یوسف یوه کونډه میرمن د قادس خردکلي کې یوه چاه سره د نامشروع جنسي اړیکو په تور لومړی په دورو ووهله بیا د تومانچې په ډزو یې وژلې ده. که څه هم حکومت ته یې خپلوانو لاشکایت نه دی کړې خو دولت به خپل اقدامات وکړي.”

عبدالجبار وویل وژل شوي میرمنې ۴۸ کاله عمر درلود او کونډه وه

نوموړي زياته كړه ، چې هغې ته چا د واده دوكه وركړې وه، حمل يې اخيستى و.
د عبدالجبار په وينا نوموړى كس هم د طالبانو د قومندان له خوا نيول شوى و، خو د پیسو په بدل کې خلاص شو، چې اوس په ایران کې دی.

میرمنه ۴ ورځې د غیر مسوله وسله والو بند کې پاتې شوې وه، چې د ځايي چارواکو په وینا د ګیډې ماشوم یې په زور پرې زیان کړی شوی و.

سیمه ایز خلک او د اړونده چارو کارپوهان وایي، په میرمن ظلم شوی ځکه کونډه وه او که ورته تور یې ریښتیا هم وي محکمه په داسې تورنو د مرګ حکم نه کوی.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون رییسه سیما سمر په دغه خبر خوابدي وښوده او دا عمل یې وغانده. میرمن سمر وايي:

“زه د بشر د حقونو د کمیسیون د مشرې په صفت دغه عمل غندم، ظالمانه پریکړه وه، که پېښه یې رېښتیا هم وي، پرېکړه یې یوازې د محاکمو صلایحت دی نه د کوم ملا او قوماندان.”

بادغیس د افغانستا شمال لودیځ کې یو ولایت دی، چې په ډیرې لرې پرتو ولسوالیو کې د حکومت وسله وال مخالفین کنترول لري او په دې ولایت کې ورته نورې صحرایي محکمې هم تکرار شوي دي.

که څه هم دولتي چارواکي د دغې وروستۍ پیښې مسول طالبان بولي مګر د طالبانو کوم ویاند لا د پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: