کرزي د امنیتي کمپنیو د بندولو رسمي امر صادر کړ

 

د ولسمشرکرزي دفتر وايي ، د کورنیو چارو وزارت دنده سپارل شوې چې په هیواد کې د خصوصي امنیتي کمپنیو د تړلو پروسه رسماً پیل کړي.

 

د ولسمشرکرزي د دفتر له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت اداره به په راتلونکو اوو ورځو کې د ټولو ثبت شویو امنیتي کمپنیو په اړه معلومات برابرکړي.

 

دغه اورګانونه به د خصوصي امینتي کمپنیو د پرسونلو،موقیعت ،او د کاري ځانګړتیاوو په باب یو مفصل راپور برابر او بیا به يې د د چارواکوغونډې ته وړاندې کړي.

 

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې برخه کې به له ټولو کمپنیو سره یوشان چلند کیږي او دا پروسه به لومړی په هغو امنیتي کمپنیو عملي کیږي چې له دولت سره راجستر نه دي .

 

د ولسمشر حامدکرزي د سې شنبې د ورځې د فرمان پر اساس ټولې داخلي او بهرنۍ خصوصي امینتي کمپنۍ باید د راتلونکې ۲۰۱۱میلادي کال د جنورۍ میاشت تر لومړۍ نیټې پورې بندې شي.

  

اکثره افغانان پر دغو امنیتي کمپنیو په تېره بیا پر لویو لارو د هغوی له کبرجن چلنده سرټکوي او ولسمشر کرزي ویلي د دغو کمپنیو فعالیت د افغان امنیتي اورګاونو کار ته ستونزې جوړې کړي دي.

 

 

په افغانستان کې دا مهال فعالې امنیتي کمپنۍ د نړیوالو ځواکونو د کاروانونو ،د بهرنیو دپیوماټانو ،موسسو ،د ملګرو ملتونو د ماموریت،د کاروانونو اود لویدیځو خبري اژانسونو د امنیت ساتلو چارې پر غاړه لري.

 

په دې کمپنیو کې شاوخوا څلوېښت زره تنه په کار بوخت دي چې اکثره یې افغانان دي خو یوشمېر بهرنیان هم په دې امنتیي کمپنیو کې کار کوي. 

 

بل لور ته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي  د پولیسو په لیکو کې د هغو افرادو جذبولو ته چمتو دی چې دا مهال په خصوصي امینتي کمپنیو په کار بوخت دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: