ارزګان : په پښتني سيمو کي ښوونځي سکوت دي

په ارزګان کي ميشت ځايي اوسيدونکي په دي ولايت کي د ښووني او روزني د خراب حالت څخه يادونه کوي او وايي چي ددي ولايت ښووني او روزني ته   په تيرو کلنو کي هيڅ ډول پاملرنه نه ده سوي او ددي ولايت د  ښوونځيو د زده کوونکو او د ښونځيو څخه د فارغو کسانو  ښوونيزه او روزنيزه سويه ډيره ټيټه ده .
د ارزګان ولايت د ولايتي شورا ريس امان الله هوتکي ددي ولايت د خلکو په استازيتوب وايي

(( د ارزګان  د مرکز تر څنګ په ځينو ولسواليو کي هم د ښووني او روزني بهير هيڅ سته نه او يا هم له ستونځو سره مخ دى   په هغو سيمو کي  چي پښتانه سته ښوونځۍ سکوت دي ځکه چي هلته امنيت خراب دى او په هغو سيمو کي چي هزاره توکمه اوسيږي ښوونيز بهير ښه پر مخ ځي او هيڅ ډول ستونزه نسته ، زه يي علت په دي ولايت د مسلکي ښوونکو نه شتون او ددولت نه پاملرنه بولم . دلته که د دوولسم ټولګۍ څخه فارغه کس ته ووايي چي يو نوم وليکه نو ډير داسي نومونه سته چي نه يي سي ليکلاى ، که چيري په دي برخه کي ارزګان ته  پاملرنه ونه سي نو حالت به نور هم خراب سي ))

په دى ولايت كى د ښوونځيو زده كوونكى هم د زده كړو لپاره دځاى له نشتوالى څخه شكايت كوى .
نهه کلن اخترمحمد چي  په مرکز ترينکوټ کي په يوه زړه خيمه کي يي د دوهم ډولګۍ زده کړه کول وويل :
(( موږ دغه ګرم لمر ته هره ورځ سبق وايو په دي کوډولو کي درس نه ويل کيږي موږ ښه ښوونځۍ غواړو ))
ماشومه نازيه چي  په ترينکوټ ښار کي يي په يوه زړه خيمه کي د اولي ټولګۍ زده کړه کول وويل (( دا ګرمي خيمي د درس نه دي موږ ډير په تکليف يو موږ ته دي سم مکتب جوړ کړي موږ ته کتابونه هم نه راکوي ))

دارزګان دښوونى اوروزنى ريس حاجى رحمت الله فيض هم په ارزګان ولايت کي د ښووني او روزني پر روان بهير انديښمن دي .
نوموړى په ارزګا ن كى د ښوونيز بهير د كراروالى علت د مسلكى معلمينو او درسى كتابونو نشتون بولى. هغه وايي :
(( رشتيا هم په ارزګان کي د ښووني او روزني په برخه کي ډيري ستونزي سته ، مسلکي ښوونکي نسته .، ډيري ښوونځى اطاقونه نلري او شآګردآن په خيمو کي سره لمر ته زده کړي کوي . کتابونه هم پوره نسته او نوري ډيري ستونزي هم سته  ، ما او والي صاحب داستونزي د پوهني تر وزارته رسولي دي هغوي وعدي راکړي چي حلوو به يي خو تر اوسه څه نه دي سوي ))
د چارواكو په وينا په ارزګا ن كى ټولى دوه سوه ودرى شپيته ښوونځى شته چى يو سل ونهه اتيا يي لمړنۍ څلورديرش يي منځنۍ او يو ديرش ليسى دى چى پكى پينځه اويازره شاګردان په زده كړو بوخت دى چى نهه زره و پينځوس تنه يي نجونى دى  دغه زده كوونكو ته د يو زرو دوه سوه وشپږ اويا تنو معلمينو لخوا زده كړى وركول كيږى  .

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: