کرزى: له طالبانو سره مستقيمې خبرې نه دي شوي

(تاند/يکشنبې، د اګست ٢٢مه)- ولسمشر حامد کرزي ويلي دي، چې د ده د حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ رسمي خبرې نه دي شوي، که څه هم نوموړي ومنله چې له ځينو طالب مشرانو سره انفرادي اړيکې ټينګې شوي دي.

ښاغلي کرزي نن له ABC ټلويزيون سره په مرکه کې وويل، له سخت دريځو وسلوالو سره د سولې د راتلونکو ممکنه خبرو اترو يوه څرګند بهير موجود دى، خو القاعده او نورې تروريستي ډلې به په دې بهير کې نه وي شامل.

ولسمشر کرزي دغه راز ويلي دي دي، په هر ډول رسمي خبرو اترو کې به ښځې څرګند او مهم رول او استازيتوب ولري. خو ځينې کارپوهان فکر کوي چې په دې برخه کې شفافيت نه دى موجود او له څو مياشتو دغه شعارونه ورکول کېږي. 

کرزي دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې تېره اوونۍ يې په افغانستان کې د بهرنيو امنيتي کمپنيو د بنديدو امر وکړ، چې په رارونو څلورو مياشتو کې به وتړل شي.

نوموړي ويلي دغه کمپنۍ له مافيايي ډلو ټپلو سره اړيکې لري، چې د ورځې له خوا خپل کار کوي، دشپې غلا.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: