کرزی: امریکایان دې د خصوصي امنیتي کمپنیو لپاره مالیه نه ورکوي

تاند(دوشنبه/اګست۲۳) د افغانستان ولسمشرحامد کرزي د یکشنبې په ورځ په امریکايي مالیه ورکوونکو ږغ وکړ چې په افغانستان کې هغو بهرنیو امنیتي قراردادیانو ته پیسې ورنه کړي چې د ده په وینا له مافیا ډوله ډلواو ممکن سخت دریځو سره اړیکې لري.

 

کرزي ، چې تېره اوونۍ یې اعلان وکړ چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې باید په افغانستان کې خصوصي امنیتي کمپنۍ بندې شي، د(اې بي سي) تلویزیون () پروګرام ته وویل دا کمپنۍ د افغان پولیسو او امنیتي ځواکونو د پرمختګ او ودې مخه نیسي.

 

ده همداراز وویل:«زه د امریکا له ټکس ورکوونکو (خلکو)غواړم چې په سختۍ ترلاسه کړې پیسې پر داسي ډلو ضایع نه کړي چې نه یوازې د افغانانو لپاره ډېرې ستونزې جوړوي بلکې خدای خبر چې له مافیا وزمه ډلوسره اړیکې لري او ښايي ستاسو په پیسود وسله والو سخت دریځو او ترهګروملاتړ کوي.»

 

د امریکا په شمول په درستو پرمختللو هیوادونو کې دولتونه د خلکو اوتصدیوپه مالیو چلېږي ځکه چې نه فابریکې لري او نه سوداګري کوي.

 

ولسمشرکرزي دا هم وویل چې د بهرنیو امنیتي کمپنیو له لوري افغان ساتونکو ته د نسبتاً لوړومعاشونو ورکړه سبب کېږي چې افغانان په خپلو امنتیي ځواکونو کې شامل نه شي.

 

ده وویل :«که په امنیتي کمپنۍ کې کار وي ولې یو ځوان افغان پولیسو ته راشي چې کم معاش لري او دسپلین یې زیات دی.طبیعي ده چې تر څو دا ډول امنتیي کمپنۍ وي زموږ د پولیسو او اردو وده به ورو وي، باید دا ډلې(خصوصي امنیتي کمپنۍ) له منځه لاړې شي.»

 

کرزي په عین حال کې وویل چې هغو امنیتي ځواکونو ته به د فعالیت اجازه ورکړي چې د دیپلوماتانو او خیریه موسسو ساتنه کوي.

 

ویل کېږي هغه امنیتي کمپنۍ چې په لویو لارو کې د اکمالاتي کاروانونو ساتنه کوي ، وسله والو طالبانو ته ډېرې پیسې ورکوي څو د دوی پر کاروانونو حملې ونه کړي.د دوی له لوري د پیسو ورکړه د طالبانو ترټولو مهم مالي ملاتړ ګڼل کېږي.

  

کرزي وویل چې دی سره له دې چې اجازه ورکوي چې خصوصي امنیتي ځواکونه د دیپلوماتانو او مرستندویو موسسو ساتنې ته دوام ورکړي ، اجازه نه ورکوي چې په لویو لارو د اکمالاتي کاروانونو ساتنې ته دوام ورکړي ځکه چې دا د حکومت دنده ده.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: