د مشرانو جرګه :افغانستان ته دجان کري راتګ پوښتنې را ولاړې کړې

تېره اونۍ کابل ته د امريکا د سنا د بهرنيو اړيکو د کمېټې د غړي جان کري بيرته ستنېدو د افغانستان مشرانو جرګې له يو شمېرغړو سره پوښتنې او نيوکې راپورته کړې.

د مشرانو جرګې د يکشنبې دورځې  په عمومي غونډه کې ځينو سناتورانو وويل، چي جان کري په خپل دې سفر کې د ځينو مسايلو په اړه افغان حکومت تر فشار لاندې راوستى دى.

د مشرانو جرګې يو شمېرغړو پر افغان حکومت هم نيوکه وکړه ، چې د بهرنيو چارواکو له راتګ څخه دوى نه خبروي او نه هم له هغوى سره په ناستو کې د مجلس غړوته بلنه ورکوي.

مشرانو جرګې پرېکړه وکړه، چې د جان کري د وروستۍ سفر په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره به د راتلونکي سې شنبې په ورځ د افغانستان د بهرنيو چارو وزير، د تشريفاتو رييس او د ولسمشر د ملي امنيت سلار ډاکټر رنګين سپنتا خپلې عمومي غونډې ته وربولي.

خو د ولسمشر د وياند مرستيال حامد علمي رسنيوته د سنا مجلس دنيوکو په ځواب کې وويل، چې د سنا او يا هم د مشرانو جرګې رييسان نه شي کولاى، د ولسمشر په هره ليدنه کې ګډون وکړي.

ښاغلى علمي وايي، چې د بهرنيو چارواکو له راتګ څخه افغان ولسمشر د سنا مجلس او د ولسي جرګې غړي د دوى تر منځ د شوو بحثونو څخه خبروي.

د رپوټونو له مخې د امريکا د سنا مجلس يو غړي جان کري تېره اونۍ دوه ځله افغانستان ته په دې خاطر راغلي و، چې د خصوصي امنيتي کمپنيو د تړلو او د اداري فساد پرضد د مبارزې په اړه له افغان ولسمشر سره خبرې وکړې.

بل خوا افغان چارواکو د جان کري او ښاغلي حامد کرزي ترمنځ دغه خبرې ګټورې بللې دي.

 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: