واشنګټن پوست : په افغانستان کې دالقاعدې رول پیکه شوې دی

واشنګټن پوست ورځپاڼه وايي دویکي لیکس له لاسوندونو جوته شوه ،چې دافغانستان په جګړه دالقاعدې رول ډیر پیکه او کم دی او لامل ېې ښايي دا وي ،چې افغانان ورته دبهرنیانو په سترګه ونه ګوري ، ورځپاڼه زیاتوي : پخوا امریکايي چارواکو څو ځلې دا ویلې و ، چې دافغانستان په جګړه دالقاعدې رول په نشت حساب دی ، خو اوس د 76 زره لاسوندونو خپرولو وښوده ،چې په روانه جګړه کې دالقاعدې رول ډیر پیکه او په هیڅ حساب دی . په دې لاسوندونو کې دالقاعدې نوم ډیر کم یاد شوې دی د القاعدې دمشر نوم اسامه بن لادن ،چې اوس په پاکستان کې پټ دی ډیر لږ تر سترګو کیږي دنورو مشرانو نومونه هم دیادونې وړ نه دي یوازې په کونړ کې د ابو اخلاص المصري نوم راغلې دی ،چې په دې نارامه ولایت کې ګرځي . دcia دمعلوماتو له مخې په افغانستان کې دالقاعدې دجنګیالیو شمېر د 100-50 ترمنځ دی ورځپاڼه په پای کې کاږي : پر افغانستان له برید وروسته دالقاعدې ډیری جنګیالي دپاکستان قبایلي سیمو ته تللې دي . اوسمهال القاعدې په افغانستان کې خپله ستراتیژي بدله کړې ده دمخامخ جګړې پر ځای ېې اوس دا غوره بللې ده ،چې طالب جنګیالي ورزوي ، استخباراتي مرسته ورسره وکړي او تبلیغات ورته وکړي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: