په هلمند کې يو ښوونځی د نامالومو وسلوالو له لوري نړول شوی

د هلمند ولايت د ښوونې او روزنې ريس شير اغاصافى وايي په نادعلي ولسوالۍ کې يو منځنۍ ښوونځى د نامالومو وسلوالو له لوري تېره شپه له خاورو سره خاورې شوى دى.

شير اغاصافى وايي، دغه ښوونځی د نادعلي ولسوالۍ د نورزو په کلي کې د تېرو پنځو مياشتو راهیسې فعاله و او نږدې يوسل او نوي تنه زده کوونکي يي درلوده.

د پوهنې ريس وويل، تر اوسه مالومه نه ده چې دا ښوونځى چا دړې وړې کړ، خو په دې اړه يي د نادعلي د ښوونې او روزنې مدير ته دنده سپارلې ده چې ټول جزيات راټول کړي:

((دغه ښوونځى تېره شپه د نامالومو کسانو له لوري نړول شوى دى، په دې ښوونځي کې يوسل او نوي تنو زده کوونکو ته د درېو معليمينو له لوري زده کړه ورکول کېده او د پي ار ټي له لوري جوړ شوى وو او ما په دې اړه د پوهنې مدير ته دنده سپارلې ده چې ټول مالومات راکړي.))

نړول شوى ښوونځى په هلمند کې د ميشتې پي ار ټي يا ولايتي بيا رغونې ټيم له لوري جوړ شوى وو او تېره شپه د ماينونو په واسطه له منځه يوړل شوو، د همدې پېښې په اړه د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان عصمت الله سادات ازادۍ راډيو ته ويلي دي چې په دې پېښه کې د سيمې درې تنه اوسيدنکي چې د ښونځي تر څنګ جومات کې يي لمونځ کاوه هم ټپيان شوي دي.

عصمت الله  زیاته کړه، د ښوونځي تر څنګ مسجد ته هم سخت زيان رسېدلی دی او زیاتره ديوالونه يي له منځه تللي دي.

د دې پېښې پړه لا  تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستى خو د سيمې خلک وايي چې دا کار وسلوالو طالبانو کړى دى.

د سيمې څخه يوه کس چې نه يي غوښتل نوم يي په ډاګه شي ازادۍ راډيو ته وويل ښوونځى مې په خپلو سترګو وليدې ټول يي له خاورو سره يوشان کړى وو:

((دا پېښه تېره شپه په اوه بجې رامنځته شوې ده ما ښوونځی له نږدې وليد چې دروازې او کلکينان يي ټول پاشلي پراته اوه ښوونځي يي له منځه وړى وو او د دې پېښې پړه سیمه ايز خلک پر وسلوالو طالبانو ور اړه وي.))

د نادعلي ولسوالۍ د نورزو د کلي د ښوونځي نړول لومړې پېښه نه ده بلکې په دې ولسوالۍ کې د زرغون کلي،شنه کلي او د يوديرش غربي په سيمه کې د ډيرو ګڼ ميشتو سيمو ښوونځي هم وسلوالو کسانو په تېر يوه کال کې نړولې دی.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: