رحیمي:په افغانستان کې د غلو تولید د تېرو کلونو په پرتله ډیر شوی

افغانستان د کرنې او مالدارې وزارت وايي، په دې اړه سروې کوي چې ایا په پاکستان کې وروستی سیلابونو او په روسیې کې وچکالي به د افغانستان د غلو په حالت څه اغیزه وکړي او که څنګه.

افغانستان د کردنې او مالدارۍ وزیر د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې خپلې غونډې ته ور غوښتي وو، چې په هېواد کې د کرنیزو ستونزو په اړه معلومات ورکړي. د کرنې او مالدارۍ وزیر وویل، چې افغان دولت په دې اړه غور کوي،چې په سیمه کې وروستي سیلابونه به په افغانستان کې د غلې په تولید او وضعیت څه اغیزې وکړي.

د افغانستان د کرنې او مالدارې وزارت وايي، په دې اړه سروې کوي چې ایا په پاکستان کې وروستی سیلابونو او په روسیې کې وچکالي به د افغانستان د غلو په حالت څه اغیزه وکړي او که څنګه.

د افغانستان د کرنې وزیر محمد اصف رحیمي د یکشنبې په ورځ دغه خبري د مشرانو جرګې ته وکړې او ویې ویل:

(موږ سروې کوو، چې د پاکستان سیلابونه د روسیې وچکالۍ به زموږ په غلو څه اغیزې ولري، په دې اړه موږ یو کمیسیون ټاکلی چې د ځینو دوستو هېوادونو کارپوهان هم په کې دي، زموږ او د اف اې او متخصصین هم په کې دي.

موږ به په دې اړه سروې وکړو، چې زموږ د غلو دانو حالت خراب نه شي، ځکه چې روسیې د وچکالې له امله د غنمو صادارت بند کړي، همدا راز که د پاکستان پنجاب تر اوبو لاندې شي، که څه هم هلته خلکو له سیلابونو نه مخکې خپل حاصلات راټول کړي، خو کیدای شي، دوېم کښت ته یې ډیر زیان اړولی وي.)

ښاغلی رحیمي چې مشرانو جرګې په افغانستان کې د کرنیزو ستونزو د معلوماتو ورکولو په خاطر ور بللی و، وویل چې په افغانستان کې د غلو دانو تولید د تېرو کلونو په پرتله ډیر شوی دی او کولای شي د خلکو اړتیاوې تر یوه ځایه پوره کړي.

همدارنګه ده وویل، هغه سیمې چې سیلابونو ځپلي او د دوهم ځل کښت امکان ولري دوي به ورسره د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته وکړي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر په هېواد کې د کرنې په برخه کې د ستونرو او لاسته راوړنو یادونه هم وکړه،په همدې غونډه کې د مشرانو جرګې غړو د خپلو ولایتونو ستونزې مطرح کړې.

د افغانستان د کرنې وزیر وویل، چې دغه وزارت د ټول هېواد د کرنې او مالدارۍ سیسټم د غښتلتیا لپاره پلانونه لري، چې یو په بل پسې به پلي شي.

وروستیو سیلابونو د افغانستان ختیځې او شمالي سیمې ځپلې او عامو خلکو ته یې تاونونه رسولي، چې په سل ګونو جریبه کرنیزه مځکه یو شمېر کورونه او څاروي یې له منځه وړي دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: