آیا غزني به په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي هیوادونو د تمدن مرکز شي؟

د غزني ښاریان وایي، د ۲۰۱۳ کال لپاره د نړۍ د اسلامي هیوادونو د تمدن د مرکز په توګه د غزني د ښار برابرول په ډیر بطې ډول پر مخ ځي. هغوی وایي چې افغان دولت دمګړۍ ددې کار د ښه ترسره کیدو ته خپله پاملرنه نه ده اړولې.

په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې د اسلامې هیوادونو د اطلاعاتو او کلتور وزیرانو په خپله یوه ناسته کې چې د لیبیا په مرکز طرابلس کې جوړه شوې وه، غزني یې په ۲۰۱۳ م کې د اسلامي نړۍ د تمدن د مرکز په توګه په ګوته کړ. ویل کېږي په وړاندې شوي لیست کې د افغانستان څخه د هرات او غزنې ولایتونه شامل وو، چې غزني د کنفرانس د ګډونوالو د پاملرنې وړ وګرځید.

د غزنویانو د امپراتورۍ پرمهال( ۳۴۴-۵۸۳ ه ق) غزني د اسلامي تمدن له عمده مرکزونو څخه شمیرل کیده، سلطان محمود غزنوي د خپلې ۳۴ کلنې پاچاهې پرمهال بې شمیره فتوحات وکړل د منځنۍ آسیا، فارس او د هندوستان تر لیرې برخو پورې یې د پاچاهۍ قلمرو جوړ کړی وو. دغه ښار په خپل پخواني تاریخ کې یو شمیر وتلي او پیژندل شوي شاعران، د بیلګې په ډول سنایي غزنوي، عنصري بلخي، فرخي سیستاني، فردوسي طوسي ، عسجدي مروزي، کسایي مروزي او مشهور ریاضي دان او ستور پيژندونکی لکه ابوریحان البیروني، درلودل.

د دغه ښار پخواني نومونو د یوناني پوه او جغرافیه پیژندونکي بطلیموس د روایتونو له مخې “ګزنک” په ګوته شوی چې د خزانې معنې ورکوي، ځېنې هم وایي چې د مقر د ولاړو اوبو (د کابل او زابلستان تر منځ) په شاوخوا یو ډول واښه شنه کیدل چې هغه یې “ګز” نومول، چې د رستم او اسفندیار په وخت کې په ګزنین مشهور او وروسته په غزني واوختل او بدلون یې وموند.

دلته پوښتنه دا راوالاړیږي چې ددی ټولو سره سره د اسلامي هیوادونو د تمدن د مرکز په توګه اوسنۍ د غزني ښار په داسې حال کې چې ډیری کمې اسانتیاوې او امکانات لري؛ بلکه د امنیت نشتوالی، د پاکو او روغتیایې اوبو کموالی، د درست کانالیزیشن او برق نشتوالی او نور ډیر هغه څه دي چې د غزنې نننی ښار ورسره لاس او ګریوان دی، څنګه به رامنځ ته شي؟

لیکوال او د نظر خاوند محمد اعظم رهنورد زریاب په دې اند دی چې اسلامي هیوادونو دغه لقب د غزني ښار ته د هغې د روڼ او ځلیدونکي تیر تاریخي دور ته په کتو سره ورکړی دی. دغه نوم به څه مثبت اثرات د غزني په اوسني وضعیت او د غزني په اوسیدونکیو واچوي؟
ښاغلی زریاب وایي که افغان دولت زړه وسوځوي او تر ۲۰۱۳ کال پورې ددی ښار په بیا ابادولو کې رغنده ونډه واخلي دا په خپله ددې لامل ګرځي چې غزني به یو ځل بیا د هیواد په داخل او بهر کی د خلکو په ژبه راوړل شي.

د غزني د ښار استوګن د اسلامي نړۍ د تمدن د مرکز په توګه ددې ښار د نومولو لپاره چې په ۲۰۱۳ کال کې به ونومول شي بیلابیل نظرونه لري.
د غزنې د ښار یو تن استوګن تاج محمد په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي نړۍ د تمدن د مرکز په توګه د غزني د ښار نومول د هغه مسلم حق ګڼي، او وایي ددې لپاره کوم کار نه دی پیل شوی. بل استوګن او د ادبیاتو پوهنځي د دوهم ټولګي محصل عبدالولي د تاج محمد خبرې نه ردوي او وایي چې د غزني ښار زرین تاریخ لري، همدا زرین تاریخ دی چې د غزني ښار دا لقب ځانته ګټلی دی. هغه زیاتوي: “د غزني تاریخي آثار په امن کې نه دي، او هر وخت د تاریخي آثارو د قاچاق وړونکو له ګواښ سره مخامخ دي”

د غزني یو شمېر نور ښاریان هم دې ته ورته نظر لري. هغوی ادعا کوي چې د غزني تاریخي آثار اوس هم په ځینو ولسوالیو لکه، ده یک، واغز، جغتو، ناهور او مرکز کې له پخوا څخه تر اوسه په خپل ځای پاتې دي او اوسمهال د زورواکو او قاچاق وړونکو لاسته ورځي، او یا هم خلکو په دغو سیمو کې د استوګنې کورونه جوړ کړي؛ چې دا په خپله ددی لامل ګرځي څو دغه تاریخي آثار له منځه ولاړ شي. دوی له دولت څخه غوښتنه لري څو په دې هکله جدي ګامونه پورته او مخه یې ونیسي.

دا په داسی حال کې ده چې د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور سرپرست راز محمد ستومان وایي: هیچا ته به ددی اجازه ورنه کړي چې په خپل سر کورونه جوړ کړي؛ ستومان په خپله هم د تاریخي آثارو د قاچاق وړونکو له لاسه سرټکوي.

په دې حال کې د غزني د والي مرستیال محمد کاظم الله یار د پورته خبرو په ردولو سره وایي، د زرو په شاوخوا کې تاریخي اثار دامهال د غزني په موزیم کې شته چې ځینې یې بیا ترمیم او ځینې به یې وروسته ترمیم او جوړ شي. هغه زیاته کړه: “تر ۲۰۱۳ کال پورې به په غزني کې ټول موثره کارونه تر سره شي” خو دا چې دا کارونه به څومره تاثیرات ولري نوموړي یې په اړه څه ونه ویل. الله یار د تاریخي آثارو ساتنه د غزني د ښار د اوسیدونکو مسوولیت وباله او له خلکو څخه یې غوښتنه وکړه تر څو د هغوی په ساتنه کې ورسره مرسته وکړي.

خود غزنی ښاروال حکیم الله غزنیوال د تاریخي آثارو د ساتنې په اړه په بل اند دی او وایي چې نه یواځې د غزني د خلکو بلکه د ټولو افغانانو دنده ده څو د تاریخي اثارو په راټولولو او خوندي ساتلو کې له دولت سره مرسته وکړي. هغه زیاتوي د ښارجوړولو وزارت، اطلاعات او کلتور او ښاروالۍ په ګډه سره د ۲۰۱۳ کال لپاره د بیا رغونې د پروژو په طرح او تطبیق کار کوي، څو له میلمنو څخه ښه هرکلی او استقبال ترسره شي. د غزنیوال په وینا دوې څو پروژې پیل کړې دي، د بیلګې په ډول یی په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې د یوه نړیوال هوایې ډګر او د اسلامې ثقافت دیوه مرکز جوړول یاد کړل، دغه راز ویې ویل هغه تاریخي آثار چې د هیواد مرکز کابل ته استول شوي وو هغه به هم بیرته د غزني ملي موزیم ته راولیږدوي.

له هغه مهال څخه چې د اسلامي هېوادونو د اطلاعاتو او کلتور وزیرانو په طرابلس کې غونډه وکړه دوه کاله تیریږي خو په ښکاره ډول تر اوسه پورې له یوه هیات د سفر څخه پرته نور څوک ددې موضوع په خاطر غزني ته نه دي ورغلي.

د ښارجوړولو وزیر یوسف پښتون چې په پارلمان کې د غزني د خلکو یو شمېر استازو یې ملتیا کوله څه موده وړاندې د غزني له ښار څخه لیدنه وکړه او په دغه ښار کې د ۲۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت یې د یو شمیر پراختیایي پروژو د پیلیدو خبر هم ورکړ. پښتون هغه مهال د غزني د ښار د نوې نقشې په اړه کومه چې د ښارجوړونې او فرهنګ وزارتونو له لوري د تاریخي آثارو د خوندي ساتلو دبیلګې په ډول بالاحصار،د سلطان مسعود منارې، دغزني موزیم او دالبیرونې مقبره، دغه راز د نوي هوايي ډګړ جوړول او نورو باندې ټینګار وکړ؛ خو تر دې دمه د سلطان محمود او سلطان عبدالرزاق د مزارونو له ترمیم پرته نور هیڅ عملې کار نه تر سترګو کیږي.

لیکوال او خبریال اسدالله جالزی وایې، دا امکان نه لري چې دا پروژې به په بیړه سره پیل او پای ته ورسیږي، نوموړی ددې ټولو کارونو خنډ امنیتي ستونزی ګڼي.

نه یواځې جالزی بلکه د غزني د ولایتي شورا غړی انجینر محمد کبیر هم د امنیت ستونزه تر ټولو ستره ننګونه بولي او وایي د غزني د ښار او اندړو ولسوالۍ ترمنځ د غځیدلي سړک چارې چې باید په اتو میاشتو کې پای ته رسیدلې وای د درې کلونو په ترڅ کې پای ته ورسیدې. د هغه په وینا د وسلوالو طالبانو په بریدونو کې د قره باغ څخه یې د ګیرو تر ولسوالۍ پورې د سړک په اوږدو کې ترسره کړي، تر شلو پورې کارګرانو خپل ځانونه له لاسه ورکړي دي.

هغه زیاتوي، د زراعت او مالداری ناسم وضعیت هم د خلکو په اقتصادی حالت او امنیت منفي اثرات پر ځای پرې ایښي دي؛ خو فکر کوي که هر کله ددې پروژو کار پیل شي نه یواځې د بې کارۍ ستونزه به له منځه ولاړه شي، بلکه د امنیت په ښه والې به هم اثر وغورځوي.

خو د غزني امنیه قوماندان جنرال خیال باز شیرزي په یوه تیلفوني اړیکه کې ددې ادعا وکړه چې د ناوې ولسوالۍ څخه پرته نورې ټولې ۱۷ ولسوالیو کې امنیت تامین او هیڅ ډول اندیښنه وجود نه لري. هغه زیاته کړه: “د ۲۰۱۳ کال د پروژو لپاره د امنیت د تامین په اړه تضمین کوم”. شیرزی وایي له دوه کلونو راپدیخوا د ناوې ولسوالي د دوی په ولکه کې نه ده، د دوی له امنېتي پروګرامونو څخه یو هم دا دی چې په دې ولسوالۍ کې امنیت خوندي او ټینګ کړي.

د غزني د امینه قوماندان خبرو ته په کتو سره د اطلاعاتو او کلتور وزارت ددې پروژو د پلې کید لپاره کومې لارې چارې په کار اچولي او یا به یې په کار واچوي ددې وزارت فرهنګي معین محمد ضیا افشار وایي د ۲۰۱۳ کال لپاره یې په ټولیزه توګه ۴۲ پروژې په نظر کې نیولي دي.

هغه زیاتوي دغه پروژې په دوه برخو کې د دوه کمېسېونونو ،د تاریخې اثارو د خوندي ساتلو او فرهنګې چارو له لوري پر مخ وړل کیږي.

افشار وایي چې د تاریخي اثارو د ساتنې په برخه کې د دې ۴۲ پروژو څخه څلور پروژې د کتابتونونو د جوړولو، د غلام محمد میمنګي د هنري اثارو لپاره بیل ځای، ملي ګالري او د تاریخي اسنادو آرشیف (زیرمتون) شامل دي.

دده په وینا امکان نه لري چې دا ټولې پروژې دې تر ۲۰۱۳ کال پورې پای ته ورسیږي، نو له همد امله دوی د سلطان محمود غزنوي د دورې تاریخي آبداتو پروژې ته د لومړیتوب حق ورکوي.

د دی پروژو اثرات به د غزنې په اوسیدونکو څه وي؟ افشار یې په دوام زیاته کړه هر کله چې هغوی پدې وتوانیږي هغه مهال چې غزني په خپل وخت د اسلامي امپراتورۍ ستر مرکز وو، او یو ځل بیا په دې باندې وتوانیږې چې هماغه پخوانی نوم یې تازه او په نړیواله کچه وپیژندل شي، څو د نړیوالو پاملرنه ځانته راوګرځوي، نو له دې لارې څخه به د غزني د خلکو د ژوند سطحه یوه اندازه را ښه شي.

د غزني ښار د کابل ښار سویل ختیځ کې په شاوخوا ۱۳۵ کیلو متره واټن کې پروت دی، شاوخوا ۳۲۸ کیلو متره مربع پراخوالی او د بحر له سطحې څخه ۲۲۲۰ متره لوړوالی لري، د غزني ښار د جبال ګل غره په سلسله کې واقع شوی او د ۱۹۹۱ م کال د تخمیني احصایې له مخې یې ټول نفوس ۶۰۰ زرو ته رسیده.

د غزني ولایت د شمال له لوري د میدان وردګ او لوګر، د سویل له لوري د زابل او پکتیکا، دختیځ له لوري د پکتیا، او د لویدیځ له لوري د زابل او اروزګان سره ګډه پوله لري او ټول پراخوالی یې ۲۳۱۰۶ کلو متره مربع اټکل شوی دی.

دا ولایت د اتو سویل لویدیځ ولایتونو څخه کوچنی او له ۱۹ شمالي او شمال ختیځو او د هیواد د ځینو مرکزي ولایتونو څخه لوی دی. د خاورې د پراخوالي او مساحت له نظره په ټول افغانستان کې په نهمه درجه کې راضي. په دغه ولایت کې بیلابیل توکمونه لکه پښتانه، تاجک، هزاره او نور دیني لږه کي لکه هندوان، شتون لري.

باید وویل شي چې په تیرو څو کلونو کې د اهل هنود یو زیات شمېر کورنیو چې شمیره یې شاوخوا ۵۰۰ ته رسیده د امنیت د نشتوالي او یا هم خرابوالي له امله دغه ښار پرې ایښی او دا مهال ور کې کابو ۱۰۰ کورنۍ پاتې دي

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: