ننګرهار:٢ځايه عمليات،د دولت د وسله وال مخالفت په تور د ١٠تنو نيونه

په ننګرهار کې د والي وياند احمدضياعبدالزى وايي له پرون سهار راهيسې امنيتي ځواکونو پينځه تنه پرجلال اباد ښار د توغنديزو بريدونو په تور له يو شمېر نظامي وسايلو سره نيولي چې اوس ترې پلټنې روانې دي.

هغه په دې اړه ډېر جزيات ورنکړل خو بايد وويل شي چې د دې نيونو خبره وروسته ترهغې کېږي چې دوه ورځې سر،پرسر د جلال اباد هوايي ډګر پر لور وسله والو طالبانو توغنديز بريدونه وکړل چې چارواکي وايي تلفات يې نه لرل او پرولسي سيمو لګېدلي وو. بلخوا په ختيز کې د ايساف مطبوعاتي اداره وايي تېره شپه يې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې عمليات کړي او پينځه وسله وال طالبان يې نيولي. دوى نور جزيات نه ورکوي خو وسله وال طالب وياند ذبيح الله مجاهد يې د خبرې په رد سره نيول شوي ولسي خلک ګڼي. د سيمې خلک هم نيول شوي عام وګړي او په يوه ديني مدرسه کې زده کوونکي بولي او د ايتلاف دا عمليات غندي

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: