د کابل بانک معمى

غان حکومت په دې وروستيو کې د يوه خصوصي بانک په وړاندې اقدام وکړ او په کابل کې يې اندېښنې زياتې کړي، چې خصوصي شرکتونه هم په فساد کې ډوب دي او دې ستونزې ټولې مالي ادارې په خپله قبضه کې نيولي دي.

د کابل بانک دوو مسوولينو شېرخان فرنود او خليل الله فيروزي په دې اوونۍ کې د افغانستان بانک د چارواکو په غوښتنه ناڅاپه خپلې دندې پرېښودې او دا اقدام وروسته تر هغه وشو چې د کابل بانک د زيانونو اندازه تر ٣٠٠ مليونو واوښته، فکر کېده چې د دې بانک شتمني به ډوبه شي.

 ځکه د بانک مشرانو د بانک له شتمنيو څخه په استفادې په دوبۍ او نورو ځايونو کې نورې پانګونې کړي دي، ځکه نو افغان ولسمشر حامد په شخصي ډول د دې بانک په اړه د تحقيقاتو غوښتنه کړې ده. کابل بانک ته د افغانستان بانک له لوري مسعود خان موسى غازي د کابل بانک د اجرائيوي رئيس په توګه ټاکل شوى دى.

 په دې اړه افغان او امريکايي چارواکو نه يوازې د کابل بانک پر مالي وضعيت بلکې په افغانستان کې د نورو مالي ادارو پر نازک او حساس وضعيت اندېښنه ښوولې ده. يوه چارواکي رسنيو ته ويلي د افغانستان لپاره دا له فاجعې ډکه مسئله ده. فرنود په دوبۍ کې د ١٠٠ مليونه پونډو په ارزښت اپارتمانونه او کورونه رانيولي، چې د ولسمشر د ورور محمود کرزي له لوري هم دغه ډول جايدادونه رانيول شوي دي.

 د قسيم فهيم ورور حسين فهيم هم له دې بانک څخه په لسګونو مليونه پونډه پور کړي دي. افغان پوليسو او د ملي اردو عسکرو ته هم د کابل بانک له طريقه معاشونه ورکول کېږي، دغه راز سږکال د حاجيانو په مالي چارو کې هم مستقيمه ونډه لري. دم مهاله خو د کابل بانک په اړه په کابل کې دا اوازې خپرې وې چې په مالي چارو کې يې نظم نه و او ځينې سرغړونې يې کړې وې.

په افغانستان کې د بانکونو بانکي حسابونه د مرکزي بانک يا د افغانستان بانک له لوري ګرنټي شوي نه دي، ځکه نو هرګړى د يوه بانک د سقوط او د خلکو د بانکي حسابونو د لاهو کېدو خطر شته. ويل کېږي د ولسمشر حامد کرزي د کمپاين په وخت کې کابل بانک په مليونو ډالره مصرف کړل، چې د دې بانک مشر ښاغلى فرنود په نورو سياسي او اقتصادي معاملو کې راګير و، دغه راز ښاغلي فېروزي د کمپاين په وخت کې تېر کال ښاغلي کرزي ته کمپاين کاوه. راپورونه وايي دواړه له کرزي او د کرزي له وروڼو سره نژدې ارتباطات لري، ويل کېږي محمود کرزى ٧ فيصده ونډه په کې لري.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: