سيد طيب جواد بېکاره شو

په امريکا کې د افغانستان سفير له کاره ليرې کړاى شوى او بېکاره شوى دى.

 نوموړي د سفارت له لوري په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې د افغانانو تر څنګ به وي او د خلکو خدمت ته به ادامه ورکوي. جواد وروسته تر هغه له ملي او نړيواله کچه له سختو انتقادونو سره مخ شو، چې د روژې مبارکې مياشتې په پيل کې يې په ځينو ويبسايټونو کې عکسونه خپاره شول، چې د نڅا په حال کې ليدل کېده او د شرابخورۍ په يوه محفل کې يې انځورونه اخيستي وو.

 د ولسي جرګې استازو دا شرموونکې بللې وه او له افغان ولسمشر حامد کرزي څخه يې وغوښتل چې نوموړى ژر تر ژره له دندې ليرې کړي، چې د افغان حيثيت ته يې زيان اړولى دى. تاند هڅه وکړه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت عکس العمل هم واخلي، خو د دې وزارت وياند دا دومره مهمه مسئله ونه بلله چې خبرې ورباندې وکړي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: