د افغانستان بانک مسوولين وايي کابل بانک خوندي دى

تاند(چهارشنبه/سپټمبر۱) د افغانستان بانک رئيس عبدالقدير فطرت وويل د کابل بانک دوه چارواکي په زوره له دندو نه دي ايسته شوي بلکې دوى وروسته تر هغه استعفى وکړه چې د اسهامو په برخه کې سخت قوانين معرفي شول.

 فطرت وويل د افغانستان حکومت او د افغانستان بانک به د کابل بانک ترشا ولاړ وي. ده زياته کړه کابل بانک په مالي برخه کې زيات مشکلات نه لري، په ټول هېواد کې خپل کارونه کوي، په راتلونکي کې به هم مشکلات ونه لري.فطرت د دې لپاره چې له دې بانکه خلک خپلې پیسې ونه باسه هڅه وکړه چې په دې بانک کې وروستۍ برطرفۍ د کارونو د لا مسلکي کېدو لپاره وبولي خو تاند ته باوري سرچینو وویل چې خلک له دې بانګه درګرده پیسې باسي .

 د امريکا يوې ورځپاڼې راپور ورکړ چې د افغانستان بانک چارواکو د کابل بانک دوه مسوولين د فشارونو په نتيجه کې ليرې کړي، په دې خصوصي بانک کې د ولسمشر ورور محمود کرزى هم ونډه لري، ويل شوي د بانک له رئيس څخه غوښتنه شوې وه په دوبۍ کې د ١٦٠ مليونه ډالرو په ارزښت رانيول شوي جايدادونه وروسپاري. خو پر دې بانک تورونه دي چې په مالي درغليو کې لاس لري او د زورواکانو په ولکه کې دى.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: