د نجونو د مسمومیت وجه ټاکسیک کیمیايي ماده وه

تاند(چهارشنبه/سپټمبر۱) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ښوونځیو د مسموم کړای شویو نجونو د وینو د معاینې نتیجه ښيي چې د دوی د مسمومیت لپاره له ټاکسیک کیمیايي مادې کار اخیستل شوی وو چې په بوټو وژونکواوحشره وژونکوګازو یا اسیدواو همداراز عصبي ګازو کې موندل کېږي.

له څه باندې یو کال راهیسي د کابل او یوشمېر ولایتونو د ښوونځیو نجونې په مرموز ډول په دې ډول ګازو مسمومېږي .په وروستیو ورځو کې د کابل د نجونو د ښوونځیو د مسمومیت پېښې زیاتې شوې دي. تراوسه پورې د دې عمل مسوولیت هیڅ ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو هم چارواکي او هم هغه کورنۍ چې ماشومانې یې مسمومې شوې دي ، وايي چې دا د طالبانو کار دی ځکه چې هغوی د نجونو له تعلیم سره مخالفت لري. طالبانو د خپلې واکمنۍ په موده کې د نجونو پر زده کړه بندیز لګولی وو، تلویزیون، موسیقي، فلم ، عکس او رسامي یې منع کړې وه.

 سره له دې چې په ښوونځیو کې د شیندل کېدونکو ګازو نمونې څو ځلې اخیستل شوي خو تراوسه پورې نه وو ویل شوي چې د نجونو د تعلیم دښمنان له څه ډول ګازو کار اخلي . د روغتیا وزارت ویاند ډاکترغلام سخي کارګر وویل په تېرو دوو کلونو کې د مسموم شویو نجونو د وینو په اخیستل شویو نمونو کې څرګنده شوه چې دوی په ټاکسیک لرونکې کیمیايي مادې بې سده شوې دي. د عامې روغتیا وزارت ویندوی وویل چې د وروستیو پېښو د وینو نمونې د معاینې لپاره ترکیې ته لېږل شوي او تراوسه پورې یې نتیجه نه ده راغلې.

 تېره اوونۍ د کابل په ذبیح الله عصمتي لېسه کې ۴۸ نجونې او د هغوی ښوونکې مسمومې او په روغتون کې بسترې شوې. د ټولو تکلیف د پخوانیو ورته پېښو د مسمومانو په شان سردردي، ګنکسیت او بې سدي وو.اکثره بې سده شوې نجونې څوساعته وروسته له روغتونه رخصت شوې خو تراوسه پورې جوته شوې نه ده چې ګاز په څه ډول په داسي حال کې شیندل کېږي چې زده کوونکې، ښوونکې او ملازمان موجود وي. دا ډول کیمیايي ماده سربېره پر دې چې بوټي(خشره)او حشرې وژني د انسان عصبي سیستم ته جدي زیان رسولی شي.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: