پاکستان: سېلاب ځپلي افغانان مرسته غواړي

په خیبر پښتونخوا کښی د وروستیو سیلابونو کښی زیانمن شويو افغان کډوالو پر افغان ولسمشرباندی غږ وکړ : چی زمونږ ژوند د خطر سره مخ دی او د اړینو مرستو غوښتنه يې وکړه

رپورټ 9/1/2010

تاند خبریال پاکستان (عبدالحق عمری ) 

 د پاکستان وروستیو سیلابونو کښی د ځايي خلکو ترڅنک په خیبر پښتونخوا کښی میشت افغان کډوالو څلور کیمپونونه هم په مکمله توګه له مینځه وړل شوی دی. چی په نتجه کښی زیات شمیر افغانانو ته د سر او مال زیانونه واوښتل

 د یوی شمیری له مخی شل زرو (20000) افغانانو خپل کورونه له لاسه ورکړی دی او اوس مهال د خیبر پښتونخوا په عمومی واټونو او سرکونو کښی د روژی مبارکه میاشتی شپی او ورځی په سخت حالت کښی تیروی

 په خیبر پښتونخوا کښی د وروستیو سیلابونو کښی زیانمن شوی افغان کډوالو تاند  ته د خپلی ستونزی داسی بیانوی او وایی :

 ( زه ما نوم حاجی تاج محمد دی او زه د افغانستان پکتیا ولایت یم او د خیبر پښتونخوا زاخیلو کیمپ کښی می ژوند تیرو خو د سیلابونو په نتجه کښی می خپل کور او دوکان تباه شوی دی .چی په ژوند کښی می څه مال او پيسی درلودی ټولی می سیلاب کښی له لاسه ورکړی .او اوس خپل ژوند د سرک په غړه تیره وم )

 کله چی مو د افغان کډوالو سره د مرستو په هکله خبری وکړی تاند ته یی په جواب کښی وویل :

 ( له مونږ سره تروسه پوری هیڅ مرسته نه ده شوی ځکه چی یو این ایچ سی ار هغو افغان کډوالو سره مرستی کوی چی مهاجر کارتونه ولری خو زمونږ کارتونه په سیلابونو کښی له لاسه ورکړی دی او یوځی له مونږ سره ځایی خلک د خوراکی توکو مرسته کوی که چیری مونږ هیواد ته ستنیکو هغه مالی مرسته چی د یو این ایچ یس ار له خوا د کډوالی کارت لرونکو افغانانو سره کیږی نوهغه مرسته له مونږ سره نه کیږی ځکه مونږ خپل کډوالی کارتونه په وروستیو سیلابونو کښی بایللی دی  )

 بیا مو وغوښتل چی د افغان کډوالو سره د افغانستان حکومت له مرستو څخه خبر شو

یو تن افغان کډوال نعیم الله چی د ننګرهار ولایت دی  او اوس مهال په زاخیلو کښی یی خپل کور د لاسه ورکړی دی تاند ته وویل

 ( افغان حکومت تروسه پوری هیڅ کومی اړینی مرستی نه دی کړی او نه کوم افغان حکومتی مسوولین او چارواکی کیمپ ته راغلی ،که چیری مونږ د افغانستان یو او افغانان یو باید افغانستان ولسمشر حامد کرزی نه غوښتنه کوو چی له مونږ سره دی مرسته وکړی که چیری مونږ د افغانستان نه یو نو افغان حکومت دی اعلان وکړی )

 رښتیا خبره دلته ته چی تروسه پوری هیڅ کوم افغان حکومتی چارواکی د افغان کډوالو پوښته نه ده کړی او د دې ترڅنک نه کوم چارواکی د افغان کیمپونو لیدنه کړی ده.

یو شمیر افغان کډوال وایی : که چیری له مونږ سره په افغانستان کښی د ځمکو نمرو او د لاری کرایه مرسته وروسره وشی نو دوی به خپل هیواد ته ستانه شی

 د یادونی وړ ده چی تروسه پوری افغان حکومت په رسمی ډول افغان کډوالو ته د افغانستان ته د ستنیدو غوښتنه نه ده کړی 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: