په لاهور کې ځانمرګو بریدونو تر دوو سوو زیات خلک مړه او ژوبل کړل

تاند(پنجشنبه/سپټمبر۲) د پاکستان په زړه ، د پنجاب ایالت په مرکز لاهو رکې ، د حضرت علي د شهادت په یاد په جوړشوي لاریون کې ځانمرګي برید لږ ترلږه ۲۸ تنه وژلي او یوسلو اویا تنه نور ژوبل کړي دي.وېره ده چې د مرګ ژوبلو شمېر تر سهار پورې تر دې واوړي.

 بېلابېلو لوېدیځو خبري رسنیو ته د لاهور امنیتي چارواکو ویلي چې د وژل شویو کسانو شمېر ښايي تر دېرشو تنو واوړي او د ټپیانو شمېر هم د دوی په ګومان دوو سوو ته رسېږي. له پېښې وروسته خلکو د پولیسو موټرونوپه لور ډبرې وغورځولې او د یولیسو پر یوه ماموریت یې یرغل وکړ چې په نتیجه کې یې ماموریت(تاڼه) اور واخیست.

 په لاهور کې د پولیسو مشر اسلم ترین خبریالانو ته وویل چې پېښه هغه مهال وشوه چې جلوس یا لاریون په بهاټي چوک کې خپل منزل ته نژدې شوی وو. ویل کېږي چې په لاریون کې دوو ځانمرګو ځانونه الوځولي.راپورونه وايی چې لومړی یوه وړه چاودنه وشوه، چې ورپسې سمدستي په بهاټي چوک کې دوې ځانوژونکې چاودنې واورېدل شوې.

پولیس وايي دواړه ځانمرګي بریدونه هغه مهال وشول چې پولیسو یې د مخنیوي هڅه کوله. په وژل شویو کسانو کې د پولیسو یو افسرهم شامل دی. له دې پېښې وروسته خلک وپارېدل ، پرپولیسو یې حملې پیل کړې ، د هغوی دفترونو ته یې اور ورته کړځکه چې د دوی په باور سخت دریځي د امنیتي ځواکونو له ملاتړه برخمن دي.

پولیسو هم د پارېدلو کسانو د تیت پرک کولو لپاره له اوښلن ګازو کار واخیست.پولیس مجبوره شول چې د حالاتو د کنټرول لپاره له پوځه مرسته وغواړي. په همدې حال کې د پنجاب اعلي وزیر شهبازشریف د خلکو د احساساتو د سړولو لپاره د هر وژل شوي کس له کورنۍ سره د پنځو لکو روپیو مرستې اعلان وکړ.

 په کراچۍ کې هم شیعه وو پر جلوس ډزې شوي او لږترلږه دوه تنه وژل شوي دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: