د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د همکارېوتړونونه لاسلیک شول

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوشنبې په ورځ په بېلابېلو برخو کې د همکارېو یوولس تړونونه لاسلیک شول، په کابل کې له همدې امله په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان له خوا د همکارېو د کمیسیون مشر او د اقتصاد وزیرعبدالهادي ارغندیوال وویل چې دواړه هېوادونه به د دغو تړونونو د عملي کولو لپاره هلې ځلې وکړي.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په لاسلیک شوو تړونونو کې، اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ، د ګازو د پایپ لاین او د اورګاډي پټلۍ غځول، پانګه اچوونه، د ټرانسپورت او توریزم پراختیا، د تولیدي موادو د نندارتونونو جوړول، د ګمرکونو په برخه کې دوه اړخیزه مرسته او د نوري فایبر د شبکې غځول شامل وو.

په دې غونډه چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوې وه د افغانستان او ترکمنستان د بېلابېلو وزارتونو او ادارو چارواکو برخه اخیستې وه.

د افغانستان د اقتصاد وزیرعبدالهادي ارغندیوال چې د دې هېواد د همکارېو د کمیسیون مشري هم پرغاړه لري وویل چې له دوو ورځو بحثونو نه وروسته دواړه خواوې پردې سلا شوي چې د دې تړونونو د عملي کولو لپاره نه ستړې کیدونکي هڅې وکړي:

“د همکارېو دا ګډ سند دواړو هېوادونو ته یوه با اعتباره وثیقه او دواړه خواوې یې په عملي کولو مکلفې دي.

د دې همکارېو په عملي کولو باید په جدي توګه عمل وکړو او دواړه لوري باید په منظم ډول یوبل ته معلومات ورکړي اوعملي کېدل یې وڅاري.”

افغانستان او ترکمنستان په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د همکارېو یومهم تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې دواړه هېوادونه دا مهال پراخه اقتصادي او سوداګریزه راکړه ورکړه لري، د دغوهمکارېو لومړنۍ غونډه دوه کاله مخکې د ترکمنستان په مرکزعشق اباد کې وشوه.

ترکمنستان دا مهال افغانستان ته تیل، ګاز،غنم او داسې نورصادروي او له افغانستان څخه هم نوموړي هېواد ته تولیدي مواد په ځانګړي توګه میوه اولاسي صنایع صادریږي.

خو یوه مهمه موضوع چې په دې وروستیو کې پرې خبرې کیږي هغه د افغانستان له لارې پاکستان اوهند ته د ترکمنستان د ګازو د پایپ لاین پروژه ده چې اقتصادي ارزښت ته یې په کتو سره دواړه هېوادونه یې د ژرعملي کېدو هڅه کوي.

په عین حال کې د ترکمنستان د مالیې وزیر او له افغانستان سره د نوموړي هېواد د همکارېو د کمیسیون مشرانا محمد ګوچیف وویل چې دواړه هېوادونه په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې له یوبل سره مهمه مرسته کولای شي اود دوي دا مرسته به د سیمې لپاره هم ډیره مهمه وي:

“وږ د سوداګریزو او اقتصادي چارو د پراخوالي او د متقابلو ګټو غوښتونکي یو، پاکستان اوهند ته د ګازو د پایپ لاین غځېدل په ترکمنستان اوافغانستان ته هم ډیره ګټه ورسوي.

د برېښنا،اوبواو ترانسپورت په برخو کې هم له یوبل سره مرستې ته چمتو یواو دا چارې باید چټکې شي.”

د افغانستان او ترکمنستان د همکارېو د کمیسیونونو مشرانو ژمنه وکړه چې دواړه هېوادونه به له پاکستان او هند سره په تماس کې د افغانستان له لارې نوموړو هېوادونو ته د ګازو د پایپ لاین د غځولو په تخنیکي چارو خبرې چټکې کړي ترڅو دا پروژه ژرعملي شي.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه په دې وروستیو کې زیاته شوې او په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د تېرو کلونو په مقایسه په کې څه باندې شپږ دیرش فیصده زیاتوالی راغلی دی، خو دواړه هېوادونه هڅه کوي چې دا اندازه نوره هم زیاته شي. 
 ازادی رادیو

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: